د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۷

افغان او استراليايې ديپلوماتانو نن د طالبانو لخوا هغه گواښونه رد کړى چې گواکې دوى به دپارلمانې ټاکنو بهير له خنډ وځنډ سره مخامخ کړى.


د افغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله الله نن د استراليا په پلازمينه کن بيرا کې خبريالانو ته ويل: د افغانستان په ډيريو برخو کې د پارلمانې ټاکنو له پاره زمينه برابره ده.
دغه راز د استراليا د بهرنيو چارو وزير ايلکسذانډر ډونر ويل: د افغانستان رياستى انتخابات، د عراق انتخابات او په ختيځ تيمور کې انتخابات ښي چې په افغانستان کې به ټاکنې په سوله ايزه توگه ترسره شى.
په عين حال کې استراليا په افغانستان کې د اورپکو د بريدونو د مخنيوى له پاره له ټاکنو دمخه ١٥٠ تنه سرتيرى افغانستان ته استوى.
دغه راز په کابل کې د امريکا نوى سفير رونالډ نيومن ويل په افغانستان کې د پارلمانې انتخاباتو د امنيت له پاره په کافې اندازه کورنې او بهرنيو ځواکونه موجود دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په کن بيرا کې د افغانستان سفارت پرانيست او تمه ده چې د استراليا له صدر اعظم جان هاورډ سره هم وګورى.

ژباړونکى او وياند ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG