د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۹

افغان چارواکو د لبنانې انجينر بيرته خوشى کيدل تائيد کړ.


طالبانو نن هغه لبنانې انجينر چې په افغانستان کې يې د يو ترکى کمپنى له پاره کار کاوه او دوى د تيرى دوشنبى په شپه تيښتولى و بيرته خوشى کړ.
د طالبانو وياند ويل انجينر محمد رضا د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې د امريکايې ځواکونو له اډى سره نيژدى خوشى کړاى شو. افغان چارواکو ددغه انجينر روغ رمټ خوشى کيدل تائيد کړى دى.
دا څرگنده شوى نده چې ددغه انجينر د خوشى کولو په بدل کې د طالبانو غوښتنى پوره کړاى شوى دى او کنه خو د طالبانو وايې چې دغه انجينر وروسته له هغه خوشى شوى چې ترکى کمپنې ويل چې خپل فعاليتونه به په افغانستان کې ودروى.
طالبانو پخوا هم په زابل ولايت کې د سړک جوړولو د پروژو هندى او ترکى کارکوونکې تيښتولى خو د غوښتنو له پوره کيدو وروسته يې بيرته خوشى کړى دى.

ژباړونکى او وياند ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG