د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۳

طالبانو نن هغه لبنانې انجينر چې په افغانستان کې يې د يو ترکى کمپنى له پاره کار کاوه او دوى د تيرى دوشنبى په شپه تيښتولى و بيرته خوشى کړ.


دغه انجينر وروسته له هغه خوشى شوى چې ترکى کمپنې سلا شوى چې خپل فعاليتونه به په افغانستان کې ودروى.
د طالبانو وياند ويلى چې انجينر محمد رضا د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې د امريکايې ځواکونو له اډى سره نيژدى خوشى کړاى شو.
طالبانو پخوا هم په زابل ولايت کې د سړک جوړولو د پروژو هندى او ترکى کارکوونکې تيښتولى خو د غوښتنو له پوره کيدو وروسته يې بيرته خوشى کړى دى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميري
XS
SM
MD
LG