د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۴

هسپانوي مقامات وايي په هرات کې د څرخي الوتکې راولېدنه يوه پېښه وه.


دهسپانيا ددفاع وزير حوسى بونو نن افغنستان ته ورسېد . پرون په هرات کې دناټو دسولساتو ځواکونو د الوتکې په پېښه کې ١٧ هسپانوي پوځيان مړه سول .
دسه شنبې په ورځ دشوپر الوتکه دهرات په ولايت کې د تمرين په حال کې وه چې راوولېدله ،او ټول واړه سپرلي يې مړه سول .
داراز دوهمه څرخي الوتکه هم چې سپرلي يې هسپانوي سرتيري وو دپېښې ځآى ته نژدې دبېړنۍ ناستې په وخت کې يې ٥ سرتيري په سرسري توګه ژوبل سول .
دواړي څرخي الوتکې دپارلماني ټولټاکنو پر وخت دامنيت دساتلو لپاره په تمرين کولو بوختي وي .

فرح هيواد
XS
SM
MD
LG