د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۵

د رواني عسوي مياشتي په وروستۍ اوونۍ کې به دشمالي کوريا داټومي پروګرام دلانجې پر سر په بېجنګ کې د٦ملتو خبرې اترې له سره پيل سي .


دروسيې يو استازى وايي چې دشمالي کوريا مشر (کيم چونګ ايل ) ده ته ويلي دي چې هغه د٦ ملتونو خبرو اترو ته خپل چمتو والى ښودلى چې غواړي شمالي کوريا داټومي وسلې جوړولوپرو ګرام بند کړي .
روسي استازي ( پالي کاسکي ) دانتر فاکس خبري اژانس ته ويلي دي چې په روانه اوونۍ کې يې له ښاغلي کيم سره څو ځلې ليدلي دي .
پالي کاسکي له جاپان څخه دشمالي کوريا دآزادي تر لاسه کولو د٦٠ مې کاليزي دلمانځلو پر وخت شمالي کور يا ته تللى دئ .
شپږ هيوادونه لکه جنوبي کوريا ، امريکا چين ، جاپان هڅۀ کوي چې شمالي کوريا دخبرو مېز ته راوبولي چې ددغه هيواد داټومي وسلو دپروګرام دبنديدو لپاره خبري وکړي .
ددې مياشتي په پيل کې ددغو هيوادونو خبرې په دې برخه کې ناکامي سوي . دا ځکه چې شمالي کوريا پر دې خبره ټينګار وکړ دوى حق لري چې سوله ايز او ملکي اټومي پروګرام فعاليتونه مخ ته بوځي . اما امريکا غواړي چې شمالي کوريا د آتومي تاسيساتو له پروګرام څخه بيخي لاس پر سر کړي . خو درواني عسوي مياشتې په پاى کې به په بېجنګ کې په دې هکله د ٦ هيوادونو خبرې له سره پيل سي .
XS
SM
MD
LG