د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

خبرونه

اسرايلي پوځ وايي چې له غزې ټړانګې څخه به داسرايلي ناقلينو دوتلو پر مهال له زغمه کار واخلي .

نن په زرګونه اسرايلي پو ځيان غزې ته ور ننوتل چې په زرګونه اسرايلي ناقيلين له هغه ځايه وباسي . ددوى دوتلو وروستى وخت برايي ماښام دسيمې پر وخت دشپې ١٢ بجې وې .
اسرا يلي پو ځيان وايي چې په دغه ځاى کې نيمايي خلک داريل شيرون ددې پلان مخالفت کوي چې اسراييلي نا قلين دې له غزې څڅه ووځي او په غزه کې داسرايلو ٣٨ کلن اشغال ته خاتمه وړ کړي

دسه شنبې په ورځ ددې دناقلينو دوتلو يو مسول تنظيم کوونکي اسرايلي جنرال ګېلېډي وويل چې دوى به دناقلينو دوتلو پر مهال له زغمه کار واخلي هغه زياته کړه
***
موږ په دې کار کې بېړه نه کو ، موږبه دخپلو وروڼو خوندو سره جګړه ونه کړو ، موږ به له دوى سره ددغه زړه دردوونکي مرحلې پر وخت چې ددوى ايستلو ته اړتياده ددوى په پوهاوي کې هلې ځلې وکړو خو که په دغه کار کې يو څو نوري ورځي هم تېري سي موږ صبر کو او موږ وخت لرو.
داسريالي ناقلينو دوتلو بهير له دوشنبې څخه پيل سوى دئ .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

د اسراییل لوی درستیز: د ایران د بریدونو ځواب به ورکړو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرتسي هالوی ویلي، هېواد به یې د ایران هوایي برید ته ځواب ورکړي.

هغه د دوشنبې په ناوخته په نواتیم هوایي اډه کې د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د پيلوټانو په حضور کې وویل، پر اسراییل د ایران برید له ځواب ولري، خو وې نه ویل چې څه وخت او څه ډول ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران غوښتل د اسراییل ستراتیژیکو وړتیاوو ته زیان ورسوي.

بل لور ته د نړۍ مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ایران د تېرې شنبې په شپه په اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې وشول چې ایران یې اسراییل ته منسوبوي.

د اپریل د لومړۍ نېټې په هغه برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د سپاه پاسدران انقلاب د یوه جنرال په ګډون د دغې ډلې ۷ غړي هم په کې شامل وو.

پاکستان: د بارانونو او تلندې تلفات ۴۹ تنو ته رسېدلي

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

په پاکستان کې د بارانونو او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مړه شوي دي.

چارواکو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غنمو په لو بوختو کروندګرو باندې تندر پرېوت.

هغه زياته کړه چې په روانه اونۍ کې د زياتو بارانونو وړاندوينه شوې ده.

په افغانستان کې هم چارواکو د سېلونو له کبله د لږ تر لږه ۳۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.

وروستیو ورښتونو د نغلو او سروبي د برېښنا تولید زیات کړی

ارشیف
ارشیف

برشنا شرکت وايي د وروستیو اورښتونو له امله د سروبي، نغلو او ماهیپر په بندونو کې اوبه او د برېښنا تولید زیات شوی دی.

د دغه شرکت تازه خبرپاڼې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په يادو سټېشنونو کې د برېښنا توليد زيات شوى او ټولو عامه شبکو ته وېشل شوى دى.

د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونه چې د تولید ظرفیت یې ۱۸۸ میګاواټه ته رسېږي، پلازمېنې کابل او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برېښنا ورکوي.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۷۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د ادې روغتون د یوې څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

ادې روغتون او ګروپ چې د یوې نړیوالې کمپنۍ برخه ده تېر کال یې د محمدنبي په نوښت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي.

محمد نبي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د لویدیځې برخې د خلکو د غوښتنو په اساس یې دا روغتون چې د ده په خبره، په نړیوالو معیارونو برابر دی پرانیست.

ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او د نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې اکثر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.

محمد نبي په کرکټ سربېره په افغانستان کې خیریه کارونه هم مخته وړي او تېر کال یې ژمنه کړې وه چې د امکاناتو په برابرېدو به د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز پرانیزي.

څېړونکی ټیم: په ۲۰۲۱ کې پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مخنیوی نا ممکن و

د پېښې یوه څنډه - ارشیف
د پېښې یوه څنډه - ارشیف

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د ځانوژونکي برید په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې ښيي چې له تکتیکي پلوه د دغه برید مخنیوی ممکن نه و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ وشو، دیارلس امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول.

د دغې پېښې په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې هغه پخوانۍ نتیجه تاییدوي چې امریکا یې مخکې په اړه کړې وه.

د فرانسپرس په وینا، د بیا کتنې د ټیم یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې له برید مخکې د حمله کوونکي په وړاندې د اقداماتو لپاره فرصت نه و او هغه په تکتیکي کچه د مخنیوي وړ نه و.

د دغې څېړنې د ټیم یوه بل غړي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ځینو سرتېرو ادعا کړې وه چې دوی بریدګر په نښه کړی و او کولای یې شوای چې د دغه برید مخه ونیسي، خو اوس دوی ته څرګنده شوه چې دا خبره درسته نه ده.

سپینه ماڼۍ:غزې ته د بشري مرستو استول زیات شوي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو اندازه د پام وړ زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) ویلي، متحده ایالتونه باید د دغو مرستو د دوام شاهد و اوسي.

رویټرز خبري اژانس له یوې امریکایي خبري شبکې ( MSNBC ) سره د جان کربي د مرکې په حواله ویلي، څه باندې دوه سوه لارۍ مرسته غزې ته رسیدلې او دې ډله کې یوازې سل لارۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته تللي.

په غزه کې د حماس او اسراییلي پوځیانو څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

حماس چې اروپایې ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، ویلي چې دغې جګړه کې نژدې ۳۴ زره کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپیان او ګڼ شمېر بې ځایه شوي دي.

د ایران ولسمشر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یوې سرچینې نن دوشنبه د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبره کړې، خو سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا به پر اسراییلو د ایران د تېرې شنبې شپې له بریدونو وروسته د ایران د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر وي چې د اپریل میاشتې په ۲۲مه به ترسره شي.

سرچینې وایي، د دې سفر اصلي اجنډا د ايران او پاکستان د ګازو د نل لیکې په اړه بحث دی او ایران غواړي دغه نل لیکه د امریکا له ممکنه بندیزونو خوندي وساتي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان شوی

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې له بارانونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي چې دغلته له تېرو درېیو ورځو راهیسې ورښتونو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي چې اکثره یې بزګران دي.

د پنجاب ایالت د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، ډېری تلفات هغه مهال رامنځته شول چې دغلته تلندې په ځمکه ولګېدې او د خلکو کورونه یې ونړول.

هغه وایي، دغې اوونۍ کې د نورو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

تر پنجاب وروسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو د قربانیانو کچه ډېره ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG