د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۸

نن په بغداد کې دبمي چاودونو له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته سوې.


نن سهار وختي په بغداد کې د موټړپه دريو بمي چاودونو کې له ٤٠ څخه زيات کسان ووژل سول .

دکورنيو چارو وزارت يو رسمي مقام وويل چې په وروستيو اوونيو کې په خونړيو بمي چادونو کې له ٤٠ څخه زيات کسان وژل سوي او نور ٧٦ کسه ژوبل سوي دي .

مقام د نن د چاودونوپه هکله زياته کړه هري لوري ته دخلکو مړي پراته دي کيداى سي چې دوژل سويو کسان شمېره لوړه سي .

ننۍ سهارنۍ دوې چاودنې د بس سرويس په يوه تم ځاى کې وسوې . او دريمه چادونه يوه روغتون ته نژدې وسوه .
داراز دعراق په شمال کير کوک ښار کې ٦ عراقي سرتيري دوسلوالو دحملې په نتجه کې ووژل سول .
داپېښې دوې ورځې وروسته له هغه رامنځ ته سوې چې دعراق سياسي مشران ديو لړ اساسي موضوعګانو پر سر داختلافونو له امله ونه توانيدل چې داساسي قاتون مسوده پر ټاکلي نېټه پارلمان ته وړاندي کړي .
XS
SM
MD
LG