د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۸

نن په بغداد کې دبمي چاودونو له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته سوې. اسرايلي پوځ وايي چې له غزې ټړانګې څخه به داسرايلي ناقلينو دوتلو پر مهال له زغمه کار واخلي . د رواني ميلادي مياشتي په وروستۍ اوونۍ کې به دشمالي کوريا داټومي پروګرام دلانجې پر سر په بېجنګ کې د٦ملتو خبرې اترې له سره پيل سي .


نن په زرګونه اسرايلي پو ځيان غزې ته ور ننوتل چې په زرګونه اسرايلي ناقيلين له هغه ځايه وباسي . ددوى دوتلو وروستى وخت برايي ماښام دسيمې پر وخت دشپې ١٢ بجې وې .
اسرا يلي پو ځيان وايي چې په دغه ځاى کې نيمايي خلک داريل شيرون ددې پلان مخالفت کوي چې اسراييلي نا قلين دې له غزې څڅه ووځي او په غزه کې داسرايلو ٣٨ کلن اشغال ته خاتمه وړ کړي

دسه شنبې په ورځ ددې دناقلينو دوتلو يو مسول تنظيم کوونکي اسرايلي جنرال ګېلېډي وويل چې دوى به دناقلينو دوتلو پر مهال له زغمه کار واخلي هغه زياته کړه
***
موږ په دې کار کې بېړه نه کو ، موږبه دخپلو وروڼو خوندو سره جګړه ونه کړو ، موږ به له دوى سره ددغه زړه دردوونکي مرحلې پر وخت چې ددوى ايستلو ته اړتياده ددوى په پوهاوي کې هلې ځلې وکړو خو که په دغه کار کې يو څو نوري ورځي هم تېري سي موږ صبر کو او موږ وخت لرو.
داسريالي ناقلينو دوتلو بهير له دوشنبې څخه پيل سوى دئ .

نن داندونيزيا دولت دپنسټپاله روحاني مشر ابو بکر دبند سزا را ټيټه کړه . نوموړي دبالي په بمي چادونو کي لاس در لود. په دغه هيواد کې دآزدۍ دورځې پر مهال دهغو بنديان دبند سزا کميږي چې د بڼد په وخت کې ښه چلند لري د نورو ٢٠٠٠کسانو د بند سزا هم کمه سوې ده.
دزندان ديوه مشر په وينا دبشير د څلورو مياشتو او ١٥ ورځو دبند موده لږ سوې ده .
په دې هکله داستراليا دولت کم غبرګون نه دئ ښودلئ بشير په ٢٠٠٠ مکال کېدبالي په چاودونو کې تورن دئ په دغه چاودنه کې يوازي ٨٨ کسان داستراليا تبع وو چې ووژل سول .
خو ددوشنبې په ورځ داستراليا دبهرنيو چارو وزير الکساندر دونار دبشير د بند دسزا پر کمولو مخالفت ښکاره ړ.

د روسيې يو استازى وايي چې دشمالي کوريا مشر (کيم چونګ ايل ) ده ته ويلي دي چې هغه د٦ ملتونو خبرو اترو ته خپل چمتو والى ښودلى چې غواړي شمالي کوريا داټومي وسلې جوړولوپرو ګرام بند کړي .
روسي استازي ( پالي کاسکي ) دانتر فاکس خبري اژانس ته ويلي دي چې په روانه اوونۍ کې يې له ښاغلي کيم سره څو ځلې ليدلي دي .
پالي کاسکي له جاپان څخه دشمالي کوريا دآزادي تر لاسه کولو د٦٠ مې کاليزي دلمانځلو پر وخت شمالي کور يا ته تللى دئ .
شپږ هيوادونه لکه جنوبي کوريا ، امريکا چين ، جاپان هڅۀ کوي چې شمالي کوريا دخبرو مېز ته راوبولي چې ددغه هيواد داټومي وسلو دپروګرام دبنديدو لپاره خبري وکړي .
ددې مياشتي په پيل کې ددغو هيوادونو خبرې په دې برخه کې ناکامي سوي . دا ځکه چې شمالي کوريا پر دې خبره ټينګار وکړ دوى حق لري چې سوله ايز او ملکي اټومي پروګرام فعاليتونه مخ ته بوځي . اما امريکا غواړي چې شمالي کوريا د آتومي تاسيساتو له پروګرام څخه بيخي لاس پر سر کړي . خو درواني عسوي مياشتې په پاى کې به په بېجنګ کې په دې هکله د ٦ هيوادونو خبرې له سره پيل سي .

نن سهار وختي په بغداد کې د موټړپه دريو بمي چاودونو کې له ٤٠ څخه زيات کسان ووژل سول .

دکورنيو چارو وزارت يو رسمي مقام وويل چې په وروستيو اوونيو کې په خونړيو بمي چادونو کې له ٤٠ څخه زيات کسان وژل سوي او نور ٧٦ کسه ژوبل سوي دي .

مقام د نن د چاودونوپه هکله زياته کړه هري لوري ته دخلکو مړي پراته دي کيداى سي چې دوژل سويو کسان شمېره لوړه سي .

ننۍ سهارنۍ دوې چاودنې د بس سرويس په يوه تم ځاى کې وسوې . او دريمه چادونه يوه روغتون ته نژدې وسوه .
داراز دعراق په شمال کير کوک ښار کې ٦ عراقي سرتيري دوسلوالو دحملې په نتجه کې ووژل سول .
داپېښې دوې ورځې وروسته له هغه رامنځ ته سوې چې دعراق سياسي مشران ديو لړ اساسي موضوعګانو پر سر داختلافونو له امله ونه توانيدل چې داساسي قاتون مسوده پر ټاکلي نېټه پارلمان ته وړاندي کړي .
XS
SM
MD
LG