د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۰۸

No title


دامريکا دفاع وزير وايي چې په عراق کې ائتلافي ځواکونه جوت اسناد لري چې له ايران څخه عراق ته بمونه او وسلې استول کېږي.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ناڅرګندو پوڅي او استخباراتي مقاماتو له قوله ليکلي ول چې په عراق کې د امريکايي او عراقي ځواکونو پر ضد اکثره نوي کارول شوي بومنه په ايران کې جوړ شوي دي.
خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوي حميد رضا آصفي د نيزيارک ټايمز راپور رد کړ او ويې ويل چې دا تور په عراق کې د امريکايي ځواکونو د ماتې له امله لګول شوي دي.
د امريکا دفاع وزير دونالد رامسفلد په دې باب ځه ونه ويل چې له ايران څخه عراق ته د وسلو په لېږد کې د ايران حکومت مستقيماً لاس لاري کنه.هغه دومره وويل چې دا حقيقت ده چې له ايران څخه عراق ته لېږل شوې وسله موندل شوې ده.
وړاندې ځينو نورو بري رسنيو راپور ورکړى ؤ چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د عراق په شمال ختيځ کې د ايران ډېره وسله نيول شوې ده
XS
SM
MD
LG