د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۹

خبرونه

د افغانستان پوليسو او د امنيت ساتنى نړيوالو ځواکونو د حکمتيار د ډلې اته تنه غړي په کابل کې نيولي دي٠ د پاکستان قومي وسله والو د افغانستان پولې ته نژدې عمليات پيل کړي٠ مقتدا الصدر خپلو پلويانو ته امر کړى چې په اسپانوي عسکرو دې حملې نه کوي٠

د افغانستان پوليسو او د امنيت ساتني نړيوال مرستندويه ځواک نن وويل دوي په کابل کي د حکمتيار د ډلي اته غړي نيولي دي.
د آيساف د ځواکونو وياند کرس هندرسن وويل په نيول شوو کسانو کي د حکمتيار د ډلي يو لوړ پوړئ غړئ هم شامل دئ. ده د نيول شويو غړو نومونه په ډاگه نکړل خو دا يي وويل چي په کابل کي په يو کور باندي د يرغل په مهال يي داسي شواهد تر لاسه کړي چي له طالبانو او القاعده شبکي سره ددغو کسانو تړاو ښي.

په عين حال کي پاکستانيو ځواکونو د افغانستان پولي ته نږدي د بلوچستان په ايالت کي د کوکنارو اړولو عمليات پيل کړيدي.
د پاکستان د پوځ ډگروال شاهد ظهور وويل د دوي ځواکونو په د١٦٢ هکټاره ځمکه کي د کوکنارو کروندي له منځه وړيدي.
ده وويل دغه کوکنار اکثره د افغاني مهاجرو په سيمو کي کرل شوي وو.
......
د پاکستان وسله والو قومي کسانو د افغانستان پولي ته نږدي غرنيو سيمو کي د طالبانو او القاعده جنگياليو لټون پيل کړئ دئ. داسي ويل کيږي چي دغه جنگيالي په سيمه کي پټ شويدي.
د قومي وسله والو يوي ډلي د سيمي د يوه اوسيدونکي کور چي د القاعده کسانو په ملاتړ شکمن دئ، والوزاوه.
يوه قومي مشر الله نور وويل جرگي ددغه سړي د کور د ورانولو امر ورکړ.
د پاکستان حکومت القاعده او طالب جنگياليو ته تر سبا وخت ورکړئ چي يا دي تسليم شي او يا دي له پاکستان څخه ووزي.
.....
نن د عراق د نجف او فلوجا په ښارونو کي د امريکا يي ځواکونو او عراقيو اورپکو تر منځ تاو تريخوالي کي کوم برياليتوب را منځ ته نشو.
منځګړي زيار باسي له امريکايي عسکرو سره په نجف کي د شيعه مسلمانانو د مذهبي مشر مقتدا الصدر د پلويانو او د غه راز په فلوجا کي د سني مسلمانو اورپکو تاوتريخوالي ليري کړي. خو د نن ورځي رپوټونه وايي معلومه نده چي په خبرو کي تر کومه بريده پرمختگ راغلئ دئ.

په عراق کي د امريکا ستر اداري چارواکي پال بريمر پرون خبردارئ ورکړچي په عراق کي د جون د ديرشمي نيټي تر مخه به چي عراقيانو ته د قدرت د انتقال نيټه ده ، تاوتريخوالئ پاي ته ورسوي.
بريمر ويلي که خبري بريالۍ نشوي نو امريکايي عسکر به دده په وينا هغو کسانو په مقابل کي له قوي نه کار واخلي چي غواړي په زوره قدرت ترلاسه کړي.
د امريکا اداري چارواکي دغه راز ويلي په تيرو دوو اونيو کي شخړو وښودله چي عراقي ځواکونه به يوازي ځان ونشي کړاي د جون د ديرشمي نيټي له گواښونو سره مقابله وکړي.

له بلي خوا د مقتدا الصدر يو لوړ پوړي همکار نن وويل مذهبي مشر خپلو پلويانو ته امر کړئ چي په هسپانوي عسکرو دي حملي نکوي تر څومادريد له عراق نه د خپلو عسکرو د ايستلو فرصت ترلاسه کړي.
شيخ قيس ال خزلي وويل صدر خپلو پلويانو ته امر کړئ چي د هسپانوي عسکرو امنيت دي وساتي . ده دغه راز په نورو حکومتونو هم غږ وکړ چي چي د عراق په اړه دي د هسپانيي په پل قدم کيږدي.
د هسپانيي نوي صدراعظم هوزي لوئيس زپاتيرو پرون وويل هر څومره ژر چي وي هسپانوي عسکربه له عراق نه ووزي.
......
د انگلستان صدراعظم توني بليير نن ختيځي اروپا ته په راتلونکي مياشت کي د اروپايي اتحاديي پراخيدل د اروپا د بيلتون د پاي په توگه وستايل.
بليير دا خبره نن په لندن کي د اروپا د بيا رغوني او پراختيا بانک په کلنۍ غونډي کي وکړه. ده وويل د ثور په دولسمي اروپايي اتحاديي ته د ختيځي اروپا د لسو هيوادونو په شامليدو سره به په سيمه کي اقتصادي بدلونونه چټک شي.
په مخکينۍ غونډي کي د اروپا د بيا رغوني او پراختيا بانک حاکمي شورا فرانسوئ ژين لميير د بانک د رئيس په توگه بيا وټاکه.
دغه بانک په ١٩٩١ ميلادي کال کي په ځتيځي اروپا کي د کمونيزم د ړنگيدو په مهال جوړ شوئ و تر څوپه سيمه کي د انتقال له مرحلي سره مرسته وکړي.
.....
پوليسو د مانچستر په ښار کي د انگلستان د تروريزم ضد قانون په اساس يرغل کي لس تنه د تروريستي فعاليتونو په شک ونيول.
د ستر مانچستر د پوليسو وياند وويل دغه کسان يي دده په وينا د تروريستي اعمالو د ملاتړ، چمتو والي او پيل کولو په شک کي نيولي دي.
د تروريزم ضد نوي قانون په اساس پوليس واک لري چي شکمن پرته له کوم جرمه تر دوو اونيو پوري په بند کي وساتي .
.....
هغه اته تنه امريکايي پوليس چي د يوه اردني پوليس لخوا ټپيان شوي نن په کوسوو کي د امريکايي ځواکونو اډي ته د علاج لپاره يووړل شول.
د امريکا د پوځ بريد من ميکائيل هووک وويل ټپي شوي امريکائيان په کوسوو کي د امريکا يي ځواکونوپه اصلي اډي کي د بوندشتييل روغتون ته انتقال شوي دي.
يو بل امريکايي پوليس په مسدونيا کي د سر له جراحۍ وروسته په ډير بد حالت کي دئ. څيړني رواني دي چي معلومه شي د ملگرو ملتونو په ماموريت کي يوه اردني پوليس ولي د شنبه په ورځ په امريکائيانو ډزي وکړي. پدغو ډزو کي دوه تنه امريکايي پوليس ځاي په ځاي مړه او د يوه اطريشي پشمول زيات شمير نور امريکايي پوليس ټپيان شوي وو.
اردنئ پوليس په متقابلو ډزو کي وژل شوئ و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جوزجان: طالبان سبا یو کس په عام محضر کې قصاص کوي

د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت
د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت

د افغانستان ځینو رسنیو د سرچینو په وینا راپور ورکړی چې طالبان غواړي سبا دوشنبه په جوزجان ولایت کې یو تن په عام محضر کې قصاص کړي.

دغو سرچینو ویلي چې دغه کس د خپلې کورنۍ د یوه غړي په وژنه تورن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره پنج شنبه په غزني ولایت کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

دا لا څرګنده نه ده چې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر څومره عادلانه و او ایا دوی مدافع وکیل درلود که نه.

مصر: روانه اوونۍ به د حماس او اسراییل د اوربند د موافقې منځګړیتوب وکړو

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

د مصر امنیتي سرچینې وايي قطر به روانه اوونۍ د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د موافقې پر نهايي کولو د خبرو منځګړیتوب وکړي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دواړو لوریو استازي به وروسته قاهرې ته سفر وکړي چې هدف یې د یرغمل شویو د خوشې کولو په ګډون د یوې موافقې پر مهالوېش او میکانیزم سلا کېدل دي.

د اسراییل یو هیئت چې د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و، بېرته اسراییل ته ستون شوی او د اسرائیل جنګي کابینې ته یې تېره شپه د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

دا چې د اسراییل په جنګي کابینه کې په دې باب څه پرېکړې وشوې، رسماً څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د اسراییل رسنیو نن یکشنبه راپور ورکړی چې د اوربند پر سر د موافقې لپاره منځګړو پرمختګونه کړي چې په مرسته یې له غزې په لسګونو یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول؛ خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

روسیې ۳۲ تنه د ناوالني د ملاتړ او پر اوکراین د برید د مخالفت په تور نیولي

د روسیې پولیس د یوې معترضې د نیولو پر مهال
د روسیې پولیس د یوې معترضې د نیولو پر مهال

په روسیه کې پرون لږ تر لږه ۳۲ کسان چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پر مړینه د ویر او پر اوکراین د روسیې د یرغل د دویمې کلیزې په مناسبت راغونډ شوي وو، نیول شوي دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړی چې دغه ۳۲ کسان د روسیې په نهو ښارونو کې نیول شوي دي.

له دې ډلې ۲۷ یې د ناوالني لپاره په یادګاري ساحه کې د ګلو ګېډۍ ایښودلې چې نیول شوې دي.

د کرملین دغه ۴۷ کلن منتقد الکسي ناوالني د فبروري میاشتې پر ۱۶مه د روسیې په یوه زندان کې تر نامعلومو شرایطو لاندې مړ شو.

د روسي سرتېرو دوې مېرمنې چې د یوې ډلې له خوا له سرتېرو سره د عادلانه چلند د غوښتنې لپاره په تنظیم شوي لاریون کې برخه اخیستې وه له درېیو نورو کسانو سره چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې خلاف راوتلي وو، نیول شوي دي.

د اوکراین لوی درستیز او دفاع وزیر د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه سفر وکړ

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف

د اوکراین د پوځ لوی درستیز اولیکساندر سرسکي او دفاع وزیر رستم عمروف د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه د قوماندې مرکزونه وکتل.

سرسکي نن یکشنبه ویلي، دوی د جګړې د ډګر د ارزونې او د دفاع د پیاوړتیا لپاره دغه ځایونه کتلي دي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون دوه کاله پوره شول، د کییف پوځ هڅه کوي د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ مخه تر ډېره ونیسي.

اولیکساندر سرسکی په ټلګرام کې لیکلي، روان وضعیت یې په تفصیل وارزاوه او پر نورو اقداماتو یې بحث وکړ.

ده ویلي چې له بې پېلوټه الوتکو او هوايي بمباریو د پوځیانو د خوندیتوب، دغه راز د جګړې د لومړۍ کرښې د مشخصو ساحو د استحکام ارزونه وشوه.

د اوکراین ولسمشر د سویډن د دفاع له وزیر سره وکتل

د اوکراین ولسمشر او د سویډن د دفاع وزیر
د اوکراین ولسمشر او د سویډن د دفاع وزیر

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د سویډن له دفاع وزیر پاول یوهنسن سره پرون په کییف کې وکتل.

دا کتنه پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت وشوه او دواړه مشرانو کییف ته د سویډن د پوځي مرستو د بلې بستې پر ورکړه او د وسلو د ګډ تولید پر امکاناتو بحث وکړ.

زلینسکي پرون چې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره شول، ویلي: دا هغه ورځ ده چې غمیزه پیل شوه او دا ډېره مهمه ده چې زموږ ملګري دلته زموږ تر څنګ دي.

د اوکراین ولسمشر، اوکراین ته د سویډن د دفاع وزیر سفر له اوکراین سره د پیوستون مهمه نښه وبلله.

سویډن تېره سې شنبه اعلان وکړ چې اوکراین ته به د ۶۸۲ ملیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ورکړي.

دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د سویډن د مرستو پنځلسمه بسته ده.

د اوو صنعتي هېوادونو مشران: د روسیې د جګړې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

د اوکراین یو شمېر سرتېري
د اوکراین یو شمېر سرتېري

د جي اووه یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو پرون د اړتیا تر وخته، د روسیې په وړاندې په جګړه کې د اوکراین د ملاتړ ژمنه وکړه.

دغو هېوادونو ویلي چې دوی به داسې لارې چارې ولټوي چې مسکو پر اوکراین د خپل یرغل له کبله د اړولو زیانونو بیه پرې کړي.

د جي اووه ډلې رهبرانو پرون د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلینسکي سره پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دې یرغل له کبله د اوکراین په لسګونو زره کسان وژل شوي، د دغه هېواد د قلمرو زیاته برخه ویجاړه شوې او اقتصاد یې زیانمن شوی دی.

د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې په اوکراین کې روانه جګړه درېیم کال ته داخله شوه، د اوکراین وګړي او حکومت د اړتیا تر وخته پر موږ حساب کولی شي.

د اسراییل کابینې حماس سره د مذاکرې پر اقداماتو بحث وکړ

د اسراییل د کابینې غونډه
د اسراییل د کابینې غونډه

د اسراییل جنګي کابینې تېره شپه د یرغمل شویو د خلاصون او له حماس سره د اوربند لپاره د مذاکرو پر نورو اقداماتو بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په جګړه ځپلې غزې تړانګه کې پرون شنبه د پراخېدونکي بشري بحران په باب اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

د فرانسې خبري اژانس د یوه چارواکي د یوې محلي رسنۍ د راپور پر اساس لیکلي چې د اسراییل یو هیئت د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و چې بېرته ستون شو او د اسراییل جنګي کابینې ته یې د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییل جنګي کابینې موافقه وکړه چې د مذاکرو د دوام لپاره په راروانو ورځو کې یو هیئت قطر ته ولېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسراییل د حماس تر حملې وروسته د حماس ډلې د وسلوالو خلاف په غزې تړانګه کې هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د دغو حملو له کبله تر اوسه نېږدې ۳۰زره کسان وژل شوي او شا و خوا ۷۰ زره کسان ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲ ملیونه او ۲ لکه اوسېدونکي له قحطۍ سره مخامخ دي.

مولوي کبیر: کورني او بهرني بنسټونه دې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي.

ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مولوي عبدالکبیر دا خبره د لغمان ولایت له کوچیانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې ده.

وړاندې لیکل شوي چې مولوي عبدالکبیر ویلي، وچکالۍ په افغانستان کې د ملیونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

که څه هم نن او سبا د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو، دغه راز په ځینو سیندي حوزو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، خو بزګران وايي چې لا هم د تېرو کلونو د وچکالیو اغېزې ختمې شوې نه دي.

سبا د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د یوه هیئت په مشرۍ نن ترکمنستان ته لاړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلی متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره هغه هېواد ته لاړ.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د هیئت په ترکیب کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د وسپنې پټلۍ او برېښنا شرکت چارواکي شامل دي.

تر اوسه د ترکمنستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ترکمنستان له ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG