د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۲

خبرونه

دمتحده ايالاتو دفاع وزير دونالد رمسفيلد وايي دعراق په هکله استخباراتي معلوماتو څخه سياسي ګته نه ده اخيستل شوى او دغه نظر به په پاى کې ثابت شي چې دعراق پخواني رژيم دګڼى ويجاړۍ وسلي درلودى ٠ اسرائيلي عسکرو په منځني ختيځ کې دسولي دپلان له غوښتنو سره سم دلويديځي غاړى په يوه کوچنۍ برخه کې يهودي يو شمير تشى ودانۍ نړولي دي ٠ دچين دولتي خبري وسايل رپوټ ورکوي : وروسته له دى چې په هيواد کې دسارس دبيمارۍ څپه په شا وتمبيده، روسيى دچين شمال خيتځ ايالت ته ورڅيرمه خپل يو بندر بيا پرانيستلۍ دي٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییل نن په درېیمه ورځ هم غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي

پر غزې د اسراییل د هوایي بمبارۍ دوام
پر غزې د اسراییل د هوایي بمبارۍ دوام

اسراییل نن یکشنبه د درېیمې ورځې لپاره هم په غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي.

غزه کې دا جګړې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه.

د اسراییل تازه جګړې چې د اووه ورځني اوربند د مهلت له پای ته ورسېدو وروسته بیا پیل شوه، د ملکیانو د مرګ ژوبلې په باب اندېښنې ولاړې کړې دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، څه باندې ۱۵زره ۲۰۰ کسان د فلسطینیانو په دې محاصره شوي ښار کې وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي یوازې پرون شنبه د غزې په شمال کې په دوو پېښو کې لږ تر لږه د ۱۶۰ فلسطینیانو د وژل کېدو راپور وررسېدلی دی.

د جاپان ساحلي ساتونکي: د امریکا د نسکورې شوې پوځي الوتکې نښې مو نه دي موندلي

له ارشیفه د جاپان د ساحلي ساتونکو د یوې بېړۍ تصویر
له ارشیفه د جاپان د ساحلي ساتونکو د یوې بېړۍ تصویر

د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، له وړمې ورځې د امریکا د یوې پوځي الوتکې د عمده ټوټو د موندلو لپاره د پلټنې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.

د دې الوتکې ځینې برخې او ۷ تنه سورلۍ یې اوس هم ترۍ تم ده.

دغه تېلټ روټور اوسپرې (tilt-rotor Osprey Osprey) ډوله الوتکه چې ۸ کسان په کې وو، تېره چهارشنبه یاکوشیما ټاپو ته څېرمه نسکوره شوه.

تر اوسه د یوه کس جسد موندل شوی.

د الوتکې د یوې پرزې تر موندل کېدو وروسته د پلټنې عملیات شدید شول، خو د لادرکه کسانو کوم څرک نه دی لګېدلی.

د ایټوپیا چارواکي: یوې وسله والې ډلې ګڼ ملکیان وژلي

له ارشیفه د ایتوپیا د یوې وسله والې ډلې تصویر
له ارشیفه د ایتوپیا د یوې وسله والې ډلې تصویر

د ایټوپیا محلي چارواکو پرون شنبه وویل چې یوې وسله والې ډلې د دغه هېواد په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې «زیات ملکیان» وژلي دي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې تر دې ۱۱ ورځې مخکې د حکومت او د اورومو د ازادۍ پوځ په نوم ډلې ترمنځ مذاکرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د ارومو د ازادۍ پوځ یا (OLA) چې ادیس آبابا یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د ارومو د ازادۍ له جبهې تر جلا کېدو وروسته له ۲۰۱۸م کال راهیسې د حکومت په وړاندې جنګېږي.

د ازادۍ پوځ وروسته له هغې د ازادۍ له جبهې جلا شو چې دغې جبهې خپله وسله پر ځمکه کښېښوده او له جګړې یې لاس واخیست.

د ایټوپیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل د ارومو د ازادۍ پوځ چې یوه تروریستي ډله ده، د پلازمېنې په جنوبي سیمه ارسي کې د سوله ییزو ملکیانو په وړاندې ظالمانه اقدامات کړي او ګڼ ملکیان یې په ظالمانه ډول وژلي دي.

د حکومت په وینا، که دغه تروریستي ډله له تروریستي اقداماتو لاس واخلي او سوله ییزو خبرو ته ستنه شي، دوی هم تیار دي د سولې خبرې ورسره وکړي.

نتنیاهو: حماس سره د اوربند د تمدید مذاکراتو پایله ورنه کړه، مرکچیان مو قطر نه بېرته ستنیږي

د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان به خپل هېواد ته ستانه شي.

د نتنیاهو په سپارښتنه د اسراییل د بهرنیو استخباراتي خدماتو ادارې (موساد) مشر ډېوېډ برنیا ته امر شوی چې مرکچي ډله یې له قطر څخه روانه شي.

د نتنیاهو دفتر ویلي تروریستي سازمان حماس، د لنډمهاله اوربند په موافقه کې له خپله اړخه عمل نه دی کړی.

اسراییل د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند د مهلت له ختمېدو وروسته په غزه کې بیا بمباري پیل کړه چې نن یې درېیمه ورځ ده.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

له هغې وروسته اسرائیل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

د اسراییل او د حماس افراطي ډلې ترمنځ د اووه ورځني اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیله څه باندې ۱۵زره فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د یوه پاکستاني چارواکي ادعا؛ د طالبانو حکومت دوه مخې لوبه راسره کوي

په سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه
په سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزیر جان اڅکزي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې پرځای چې په پاکستان کې په حملو کې دخیل عناصر چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي، دوی ته تسلیم کړي، دوه مخې لوبه کوي.

نوموړي، چې په دې باب پرون شنبه یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت دا موضوع جدي نه اخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، جان اڅکزی وایي پاکستان په وار- وار د هغو عناصرو د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې چې لیست یې له وړاندې د اسلام اباد له خوا له شواهدو سره یوځای کابل ته سپارل شوی، خو د ده په وینا د افغانستان اوسنيو حاکمانو تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

پاکستان له څه باندې دوو کلونو راهیسې تور لګوي، هغه افراطي وسلوال چې په افغانستان کې دېره دي، په پاکستان کې خونړۍ حملې تنظیموي، هغه تور چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړی دی.

اوتنبایووا: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستو دوی ګڼو ستونزو سره مخ کړي

له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنولو، دغه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایووا دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې کړې دي.

د دغه وزارت په حواله، مېرمن اوتنبایووا ویلي، چې نړیواله ټولنه د دغو افغانانو د ستنېدو بهیر په دقت څاري.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د راستنېدونکو افغانانو او د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره د ۱۱ ملیارده افغانیو په ارزښت د اضافي مالي مرستې خبر ورکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي، تر ډېره له پاکستانه بې اسناده افغانان په بد وضعیت کې افغانستان ته ایستل کېږي چې دوی په افغانستان کې نه سرپناه لري او نه هم کاري فرصتونه.

طالب چارواکي: پرون ۴۴۰ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنې شوي

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه د سپین بولدک او تورخم له لارې څه باندې ۴۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټو د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې ۳ کورنۍ بیا د پکتیکا د انګور اډې له لارې خپل هېواد ته ستنې کړای شوي دي.

د اژانس په وینا په تېرو ۲۱ ورځو کې د پکتیا ولایت د خرلاڅي له لارې هم ۳ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندۍ شوې ده.

نړیوالو ادارو ویلي تر اوسه تر ۴۰۰زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

افریقا؛ د مسو د یوه کان نړېدو ۷ کیندونکي مړه او ۲۰ نور نادرکه کړي

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د افریقا په زامبیا هېواد کې پولیس او محلي چارواکي وايي تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له کبله د مسو د یوه کان یوه برخه نړېدلې او ۷ مشکوک غیرقانوني کان کیندونکي مړه او شل نور لادرکه دي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي.

چاراکو پرون شنبه ویلي، د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنج شنبې ناوخته شوې او تر اوسه یو مړی هم نه دی ترلاسه شوی.

ګومان کېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوې وي.

پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو.

دولتي چارواکو ویلي د مسو د کان په تونلونو کې تر ۳۰ زیات کان کیندونکي بوخت وو، خو بیا یې هم دوی دقیق شمېر نه دی ویلی.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ

د بخښنې نړیوال سازمان لوګو
د بخښنې نړیوال سازمان لوګو

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په ملاتړ د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره د یوه بل فعال څرګندونې خپرې کړې دي.

د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې پرون د بشري حقونو د فعال، عمر حیدري څرګندونې په خپله اېکس شبکه کې خپرې کړې چې د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

حیدري ویلي، د افغان مېرمنو مصیبت څه نوې کیسه، خو د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده.

تېره شنبه (د نوامبر ۲۵مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نورو زده کړو راګرځولي او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې یې دوی پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه کړې.

همدا شان نجونې او ښځې په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله نن تمریناتي سیالۍ کې انګلستان سره لوبیږي

له ارشیفه: په نړیوال جام کې د افغانستان او انګلستان د لوبې یوه څنډه
له ارشیفه: په نړیوال جام کې د افغانستان او انګلستان د لوبې یوه څنډه

ټاکل شوې چې چې نن یکشنبه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دې سیالۍ لپاره د اکرام علي خیل په لوبډلمشرۍ د افغانستان ابدالیانو ۱۴ کسیزه لوبډله هم اعلان شوه.

کرکټ بورډ نه دي ویلي چې ایا دغې لوبډلې اماراتو ته سفر کړی او که نن یې کوي؟

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او انګلستان الف لوبډلې سره سیالي کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG