د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۵

د پرمختيايي بانک او اروپايي هيوادونو کلني غونډه په تاشکند کي جوړيږي او د منڅني اسيا هيوادونو د اقتصادي او ټولنيزو اړيکو څيړنه پکي تر سره کيږي.


د پرمختيايي بانک او د اروپايي هيوادونو د بيا رغوني کلني غونډه جوړيږي . او ښه موقع پيدا کيږي چي د قزاقستان قرغزستان تاجکستان ترکمنستان ازبکستان د هيوادونو د تيري اړيکي هم و څيړل شي. که چيري له دي موقع څخه د منظمو اصلاحاتو د مخکي کولو لپاره کار واخستل شي نو ددي کلني غونډي جو ړيدل به په تاشکند کي ښه وي.. خو که چيري په تاشکند کي ددي غونډي د جوړيدو څخه مقصد د ازبکستان د اوسني سياست تاييدول وي نو نو پهغه صورت به د منځني اسيا اقتصادي او امنيتي وضع به لا بدتره شي. د تاشکند ټاکنه د هغو مالي نړيوالو ټولنو د کلني غونډي لپاره چي د دموکراسي او ازاد اقتصادي باار غوشتونکي دي يو سخت اننتخاب دي. د هيتگ فونديشن او وال ستريت جورنال د رپوټونو پر اساس د اژبکستان هيواد له اقتصادي نظره
د ١٥٦هيوادو نو په شميره کي ١٤٩ دي. په بله وينا ازبکستان له برما څخه هم له اقتصادي نظره وروسته ده. خو که چيري له سياسي ازاديو او بشري حقونو له مخي پرتله شي نو د منڅني اسيا هيوادونه په تيره ترکمنستان د صدام حسين له رژيم څخه هم بد تره دي. ازبکستان او د منڅني اسيا نور هيوادونه ددي پر څاي چي د منڅني اروپا د تجاربو څخه گټه واخلي او د دموکراسي او د ازاد اقتصاد د بازار په لوري گامونه اوچت کړي د يوه استبدادي فيوداليزم نښي پکي ليدل کيږي. رقابتي اقتصاد په دغه هيواد،نو کي د حکومتونو له لاس وهني سره د اصلي بهير څخه بي لاري کيږي او اداري فساد ته بدليږي. داسي بريښي چي د منڅني اسيا هيوادو نو د سيستمونو اصلي ماهيت نړيوالي ټولني ته څرگنده نه ده. څکه دغه هيوادونه په ظاهره کي د دموکراسي او خلاص بازار اقتصاد پلوي کوي خو په عمل کي د اصلاحاتو د راوړلو لپاره هيڅ ډول اقدام نه کوي. د منڅني اسيا هيواد،نه په ظاهره کي با ثباته شکاري خو ددي ښکاره ثبات تر شا خطرناکه کړکيچ شته. د منڅني اسيا په هيوادونوو کي يواڅي د اقتصادي ودي موضوع نه ده ه بلکه سياسي ثبات هم دي. چي د بالقوه ناراميو سره به په راتلونکي کي پر سيمي باندي ناوړه اغيزي ولري.
د منڅني اسيا ټول هيواد،نه د سترو ستونڅو سره مخامخ دي لکه د اقتصاد ي ودي ورو بهير چي له شوروي اتحاد د رنگيدو وروسته يي نشواي کړاي چي د سيمي د خلکو په ژوند کي پرمختگ راوړي.
د منڅني اسيا د هيوادونو اقتصاد په عمومي ډول د يوه يا دوه تجارتي کاليو پر صادراتو پوري تړلي دي او دا خبره د مدني ناراميو او فساد وجه گرڅيدلي ده. سربيره پر دي په دغه هيوادونو کي د خلکو له خوا ټاکلي حکومتونه او داسي سيستم چي د خلکو له خوا منل شوي حکومتونه منڅ ته راوړي نشته . د نفوس زياتوالي بيکاري او د اسلامي او سياسي تند رو گروپونو په وړاندي کمزورتيا د اساسي کارونو نشتوالي خلکو ته راتلونکي نا مطمنه څرگندوي. لا بدتره خيره دا ده چي څيني هيوادونه د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره د نورو هيوادونو په دننني چارو کي لاس وهنه کوي. په داسي حال کي چي پخپله دنننيو ناراميو او بي ثباتي سره مخامخ دي.
په دغسي حالاتو کي ښه وخت تر لاسه شوي چي د منڅني اسيا د اوضاعو څيړنه وشي. او د پرمختيايي بانک غونډه په تاشکند که به دا موقع لاسته راوړي چي د منڅني اسيا د پنڅو هيوادونو اړيکي او شرايط وڅيړي او د عملي لارو وړانديز وکړي. پر دغه موضوعاتو باندي په دي غونډه کي خبري ،شي. په دغو هيوادونو کي د پانگي اچولو د فضا د ښه والي لپاره سياسي غوښتنه
مسولانه سواداگري او کړه وړه چي د پانگي اچولو او خلکو د ژوند د ښه و الي سبب شي او د هغو ستونڅو څيړنه چي د منڅني اسيا د هيوادونو د خپلمنڅي مرستو مخه نيسي او دغه راز د اوبو د زيرمو څيړنه چي د منڅني اسيا په هيوادونو کي يي اختلافات رامنڅته کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG