خبرونه
خبرونه
دامريکايي ځواکونو وياندي سرفرقه مشري کيلي تيلر وويل : پرون شپه دغو بريدونو کوم زيان نه دۍ رامينځ ته کړي اوسره له دي چي دواړه بريدونه يو بل ته دڅو کيلومترو په نژدي سيمه کي شوي ، دهغو ترمينځ ښکاره اړيکه نه ليدل کيږي #
په يو بريد کي دارزگان ولايت دهراوو سيمه کي په امريکايي ځواکونو دسپکي وسلي ډزي شوي دي ،داشان ورته بل بريد ديرش کيلومتره ليري دترين کوټ په سيمه کي شوۍ دۍ #
په يو بل پرمختگ کي دامريکايي ځواکونو وياندي وويل چي امريکاي ځانگړيو ځواکونو تيره ورځ شکين ښارگوټي ته نژدي ، دوسلو دوه کوچني سلاکوټونه ميندلي دي ،چه دهغو څخه ٣١ دهاوان گولۍ ،دوه زره دماشينګڼو گولۍ ، يو راکټ انداز او دهغه اولس راکټونه لاس ته راغلي دي #
امريکايي يو لوړ پوړي چارواکۍ دمسکو ليدنه کوي #
دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيال وزير ريچارد ارميتاج له روسي چارواکو سره د تروريزم ضد اقداماتو څيړني لپاره ، نن مسکوته رسيږي #
ښاغلۍ ارميتاج به دروسي دبهرنيو چارو له مرستيال وزير وياچيسلاف تروبنيکوف سره دتروريزم ضد اقداماتو لپاره دروسي او امريکايي چارواکو دگډ کار ديوي غونډي مشري وکړ ي #
له دغو دوه ورځنيو مشورو دمخه ، دملگرو ملتونو امنيت شوري دتيري اونۍ په پاي کي دتروريزم په وړاندي دهلوځلو څيړني لپاره يوه غونډه کړي وه #
ريچارد ارميتاج پرون په واشنگتن کي د يوي وينا په ترځ کي وويل چه دعراق مشر صدام حسين له خپلو وسلو څخه دلاس اخيستلو فرصت له لاسه ورکوي او دعراق دشخړي دسوله ايز حل چانس نژدي دي چه له مينځه ولاړ شي #
آلمان او فرانسه نن ددواړه هيوادونو ترمينځ دسولي دتړون دڅلويښتم تلين لمانځنه کوي #
آلمان او فرانسه نن ددواړه هيوادونو ترمينځ دسولي دتړون دڅلويښتم تلين لمانځنه کوي #
د ١٨٧٠ او ١٩٤٥ کلونو ترمينځ ددواره گاونډيو هيوادونو ترمينځ له دري جگړو وروسته په ١٩٦٣ کال کي داليزي تړون دآلمان او فرانسي ددوستي او نژدي اړيکو بنسټ کيښوده #
ددواړه هيوادونو پارلمانونه داځل دغه لمانځنه دپاريس نه بهر د Versailles په تاريخي ماڼي کي دلومړي ځل لپاره په يوي گډي غونډي سره کوي #
په ١٩١٩ کال په همدي ماڼي کي دلومړي نړيوالي جگړي برياليو اړخونو آلمان چه ماته يي خوړلي وه ديته اړ کړ چي په سختو مادو سره دسولي يو تړون لاس ليک کړي #
اټکل کيږي چه دآلمان صدراعظم گيرهارد شرويدر او دفرانسي جمهور رئيس جاک شيراک به ددواړه هيوادونو دپارلمانونو دغي گډي غونډي ته ويناوي وکړي #
په مکسيکو کي يوه پياوړي زلزله شوي ده #
دريختر په کچه اوه اعشاريه شپږ درجي يوي پياوړي زلزلي دمکسيکو دپايتخت مکسيوکو ښار په گډون، دپاسفيک سمندر په غاړه ددغه هيواد سواحل لړزولي دي #
دغه زلزله چه تيره شپه شوي دهغي له امله درامينځ ته شويو مالي او ځاني تاوانونو په هکله چټک راپورونه نه دي خپاره شوي #
رپوټونه وايي دمکسيکو په ښار کي دغي زلزلي شل ثانيي دوام وکړ چه له ځينو سيمو څخه يي دبريښنا او تلفون خدمات پري کړي ، او خلک له ويري سړکونو ته راووتي وو #
دزلزلي مرکز د پاسفيک سمندر په غاړه دمکسيکو دکوليما په ايالت کي ټا کل شوي #
له دغي سيمي څخه دمرگ ژوبلي او تاوانونو په هکله چټک رپوټونه نه دي لاس ته راغلي #
٧،٦ درجي زلزله کولاي شي پراخه ويجاړي رامينځ ته کړي #
دامريکا پوځ خپل نور ځواکونو هم دخليج په لور خوځوي #
دامريکا سمندري ځواکونه دوه نوري الوتکي وړونکي بيړۍ دفارس خليج سيمي ته استوي #
دمتحده ايالاتو دفاعي چارواکو وويل چه په دي سره به دفارس خليج په سيمه کي دامريکايي الوتکو وړونکو بيړيو شمير څلورو بيړيو ته اوچت شي #
دغه اضافي سمندري ځواکونه دخليج په سيمه کي دامريکايي خورو ځواکونو يوه برخه ده چه په راتلونکي مياشت که به ددغو ځواکونو دسرتيرو شمير څه دپاسه يو سلو پنځوسو زرو کسانو ته ورسيږي #
دمتحده ايالاتو جمهور رئيس جورج بوش پرون هغه نړيوالي غوښتني رد کړي چه وايي په عراق کي دملگرو ملتونو پلټونکو ته ښايي لازيات وخت ورکړاي شي #
جورج بوش وويل ده ته څرگنده ده چه دعراق جمهور رئيس صدام حسين له خپلو وسلو لاس نه اخلي #
دمتحده ايالاتو جمهور رئيس صدام حسين تورن کړ چه وخت ځنډوي او چل ول کوي ، او په عراق کي يي دوسلو دپلټني عمليه د يو ناوړه سيمنايي فلم تکرار وگاڼه #
دمتحده ايالاتو جمهور رئيس جورج بوش وايي :
٠١٢١٨٨
داسي ښکاري چه دابه ديو ناوړه فلم تکرار وي ، صدام حسين وخت ځنډوي ،دي چل ول کوي ،دي دوخت غوښتنه کوي ، دي له پلټونکو سره دپټ پټوني لوبه کوي ، يوه خبره څرگنده ده او هغه داچي دي نه غواړي له خپلو وسلو لاس واخلي #
دملگرو ملتونو امنيت شوري کي دويتو حق لرونکو غړو هيوادونو ، فرانسي ، روسي او چين ويلي دي چه دوي په دي باور دي چه نړيوال پلټونکي ښايي په عراق کي خپل کارته دوام ورکړي او په پوځي عملياتو بايد بيړه ونه شي #
دملگرو ملتونو له خوا په عراق کي دوسلو پلټني کارپوهان به په دغه هيواد کي دخپلو پلټنو په هکله ، دراتلونکي دوشنبي په ورځ دامنيت شوري ته يو مهم رپوټ وړاندي کړي #
جنوبي کوريا وايي شمالي کوريا داتومي وسلي دجوړوني پلان نه لري #____________________________________________________
دجنوبي کوريا چارواکي وايي شمالي کوريا دويته ويلي دي چي داتومي وسلي جوړوني پلان نه لري #
دغه اعلان په داسي حال کي شوي چه دشمالي او جنوبي کوريا چارواکو نن دجنوبي کوريا په پايتخت سيئول کي په خپل مينځ کي دکابيني په سويه خبري چه دري ورځي به ونيسي پيل کړي #
دجنوبي کوريا وياند ري بونگ يو وويل :د شمالي کوريا چارواکو دغه خبره وروسته له دي وکړ چي دجنوبي کوريا چارواکو دوي ديته وهڅول چي اتومي هلي ځلي دي پريږدي #
وياند زياته کړه چه جنوبي کوريا له شمالي کوريا دا غوښتنه وکړه چي دنړيوال څارني وسايل دي بيرته په خپلو اتومي تاسيساتو کي ولگوي او داتومي وسلي دنه خپريدو له نړيوال تړون څخه دوتو په هکله دي له خپلي پريکړي واوړي #
رپوټونه وايي دهغي يوي پياوړي زلزلي له امله چه دمکسيکو منځنۍ او لويديځي ساحلي سيمي يي لړزولي لږ ترلږه نولس کسه مړه شوي دي #
ددغه هيواد چارواکي وايي ددغي زلزلي زور دريختر په کچه ٧،٦ درجي وو او مرکزيي دپاسفيک سمندر په غاړه د دغه هيوا د ليما په ايالت کي پيژندل شوۍ #
مرگ ژوبله په همدغه سيمه کي شوي ده #
رپوټونه وايي دهيواد په پايتخت مکسيکو ښار کي دغه زلزله په شلو ثانيو کي احساس شوي #
دښار دځينو سيمو څخه يي دبرښنا او تلفون خدمات پريکړي او خلک له ويري سړکونو ته راوتي وو #
دآلمان صدراعظم گيرهارد شرويدر دالير گڼي چي دغه هيواد به دملگرو ملتونو امنيت شوري کي دعراق په وړاند ي دجگړي لپار رايه ورکړي #
دآلمان صدراعظم گيرهارد شرويدر داليري وگڼله چه جرمني به دملگرو ملتونو له خوا دعراق په وړاندي دپوځي عملياتو لپاره په کومي پريکړي موافقه وکړي #
گير هارد شرويدر د هيوادپه شمال گوزلر ښار کي ، د خپل سوسيال ديموکرات گوند په يوه غونډ کي وويل چه ، جرمني به دملگرو ملتونو په هري هغي پريکړي موافقه ونه کړي چي په عراق باندي پوځي بريد ته قانوني بڼه ورکوي #
آلمان چه تيره مياشت يي دملگرو ملتونو امنيت شوري کي دگډون دوه کلنۍ مود پيل کړي کولالي شي دشوري له خوا په عراق باندي بريد په اړوند پريکړه کي مخالفه رايه ورکړي او يا درايي ورکولو څخه ډډه وکړي #
له بلي خوا داسي ښکاري چه دامريکا جمهور رئيس جورج بوش دسه شنبي په ورځ دجرمني فرانسي او چين له خوا هغه غوښتنه رد کړه چي وايي په عراق کي دوسلو نړيوالو پلټونکو ته ښايي وخت ورکړاي شي چه په دغه هيواد کي خپل کارته دوام ورکړي #
جورج بوش وويل ده ته څرگنده ده چه دعراق جمهور رئيس صدام حسين له خپلو وسلو لاس نه اخلي #
دمتحده ايالاتو جمهور رئيس صدام حسين تورن کړ چه وخت ځنډوي او چل ول کوي او په عراق کي يي دوسلو دپلټني عمليه د يو ناوړه سيمنايي فلم تکرار وگاڼه #
دمتحده ايالاتو جمهور رئيس جورج بوش وايي :
٠١٢١٨٨
داسي ښکاري چه دابه ديو ناوړه فلم تکرار وي ، صدام حسين وخت ځنډوي ،دي چل ول کوي ،دي دوخت غوښتنه کوي ، دي له پلټونکو سره دپټ پټوني لوبه کوي ، يوه خبره څرگنده ده او هغه داچي دي نه غواړي له خپلو وسلو لاس واخلي #
دملگرو ملتونو له خوا په عراق کي دوسلو پلټني کارپوهان به په دغه هيواد کي دخپلو پلټنو په هکله ، دراتلونکي دوشنبي په ورځ دامنيت شوري ته يو مهم رپوټ وړاندي کړي #
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عربستان ته د پوتین سفر؛ له ولیعهد 'محمد بن سلمان' سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن سعودي عربستان ته په سفر کې د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
پوتین به بهر ته په دغه نادره سفر کې د تېلو د تولید، د اوپیک پلس چې روسیه یې هم غړې ده او د غزې او اوکراین د جګړو پر مسئلو خبرې وکړي.
پوتین داسې مهال د سعودي له شهزاده سره کتنه ترسره کوي چې د اپیک پلس د غړیو هېوادونو له خوا د تېلو د تولید د لاکمېدو له ژمنې سره سره په نړۍ کې د تېلو بیې لا ټیټې شوې دي.
پوتین ابوظبي ته رسېدلی چېرې چې نوموړی به د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره خبرې وکړي.
له هغې وروسته به پوتین سعودي عربستان ته لاړ شي.
ولکر ترک: په غزه کې د بېرحمانه جنایتونو ډېر خطر شته

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنیر ولکر ترک نن چهارشنبې خبرداری ورکړ چې په غزه کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له دا ډول سرغړونو ډډه وکړي.
ترک په جینوا کې خبریالانو ته وویل، د بشرپالنې د چارو همکارانو یې په سیمه کې وضعیت د ناورین په توګه بیان کړی او زیاته کړې چې په دې شرایطو کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته.
هغه وویل، ټولو ښکېلو خواوو او ټولو دولتونو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکو ته په کار ده چې باید بېړني اقدامات وکړي ترڅو د هر ډول جنایتونو مخه ونیول شي.
وروسته له هغې چې اسراییلي ځواکونه د غزې جنوبي ښارګوټي خان یونس ته ننوتل، نن چهارشنبې د اسراییلي ځواکونو او د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله پېژني، د سختدریځو ترمنځ د سختې ځمکنۍ جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
ترک وویل، د غزې د ۲،۲ میلیون وګړو شاوخوا ۱،۹ میلیونه یې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
هغه وویل، داسې ښکاري چې غزې ته بشري مرستې بیا داسې مهال درول شوي چې په سیمه کې د ناروغیو او لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
اوکرایني ځواکونه: د روسیې ۴۱ بېپیلوټه الوتکې مو راغورځولي

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د ایران ساخت ۴۸ ډرون الوتکو چې روسیې نن سهار په اوکراین کې د څو هدفونو د په نښه کولو لپاره ترې کار اخیست، ۴۱ یې راغورځولي دي.
دغو ځواکونو نن پر ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د دښمن ۴۱ ډرون الوتکې له منځه وړې دي.
په بیان کې ویل شوي چې دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه الوتې وې.
د احتمالي ځاني او مالي زیانونونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.
یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي.
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس دفتر نن سهار ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به د لومړنیو ښوونځیو له ۲۰۰ زره د زیاتو زده کوونکو د زده کړې د چاپېریال د ښه والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.
د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.
اروپایي ټولنه په افغانستان کې د زده کړه د بهیر له سمون سره دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې په دې هېواد کې د زده کړو پر شرایطو برابر په میلیونونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو وضعیت ته اندېښنه؛ ډبلیو ایف پي: دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' افغانستان ته له پاکستانه د نویو ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ میلیونو زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه راستنېږي، له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام په خبره دوی د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري او هم نه پوهېږي چې دوی به په څه ډول له ژمي ژوندي وځي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دغو زیانګالو خلکو سره د لومړنیو مرستو لپاره ۲۶،۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی کلابند کړی

د اسراییل پوځ چې د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی یې کلابند کړی، د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له وسلهوالو سره جګړه کوي.
د اسراییل پوځ په روانه جګړه کې چې له پیله یې دوه میاشتې تېرېږي، د دې سیمې په سړکونو او ودانیو کې یوه تر ټولو سخته جګړه مخ ته وړي.
اسراییل په دې سیمه کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې د غزې په شمالي برخه کې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې ډېرې برخې په کنډواله بدلې شوې او نږدې دوه میلیونه خلک هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
پرون سې شنبې لیدل کېدل چې د اسراییلو ټانکونه، زغروالې نقلیه وسیلې او بلډوزرونه د غزې په جنوبي سیمه خان یونس سیمه کې ګرځي راګرځي.
په افغانستان کې د زدهکړو د کیفیت ښهوالي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان شوه

داسې مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي نهځي، اروپايي ټولنې په دې هېواد کې د زدهکړو د کیفیت د ښهوالي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړه.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې دفتر نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پیسې به د ابتداییه ښوونځیو د څه باندې ۲۰۰ زره زدهکوونکو د زدهکړهییز چاپیریال د ښهوالي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس له قوله لیکل شوي: "په ښوونیز سیستم پانګهاچوونه د هغو نجونو او هلکانو ملاتړ لپاره خورا مهمه ده چې لا هم ښوونځي ته د تلو توان لري."
نوموړې ویلي، ښوونه او روزنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د ښې راتلونکې لپاره د هیلو څراغ دی.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د افغانستان د زدهکړو کیفیت د ټولې نړۍ په پرتله ټیت ښودل شوی او زیاتوي، د ۲۰۲۲ کال د شاخص پر بنسټ، په لومړي او دویم ټولګي کې یوازې ۱۳،۶ سلنه زدهکوونکو د لوستلو لومړني مهارتونه زدهکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي او تر څنګ یې نجونې پوهنتونونو ته د تلو اجازه هم نهلري.
د اوکراین ولسمشر د امریکا سنا ته خپله وینا لغوه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا سنا ته خپله وینا وروسته له هغه لغوه کړه چې د اوکراین او اسراییل د جګړو لپاره د ولسمشر جوبایډن د نږدې ۱۰۶ میلیارد ډالره بودیجې په اړه بحثونه تاوده شول.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر زیلینسکي به په داسې حال کې اوکراین په دې ساړه ژمي کې د روسیې د حملو پر وړاندې مقابلې ته تیاري نیسي، سنا ته وینا واوروي، خو ده خپله وینا هغه مهال لغوه یا کنسل کړه چې د سنا د اقلیت مشر مایکل مککونیل له خپلو ملګرو جمهوریپالو وکیلانو وغوښتل چې دا طرح رد کړي.
د بایډن ادارې په تېره اکټوبر میاشت کې له کانګرس څخه غوښتي وو چې د اوکراین او اسراییلو د جګړې او د سرحدي امنیت د ټینګولو د پلان د تمویل طرح تصویب کړي، خو د استازو جرګې چې د جمهوریپالو له خوا اداره کېږي، دا غوښتنه رد کړې ده.
د بشري حقونو یو بنسټ: د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي.
دې سازمان په یو تازه راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې نړیوال طالبان له دې کبله غندي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه یې بند کړي، خو زیاتوي چې پر هلکانو د طالبانو د دې پرېکړې زیانونو ته لږه پاملرنه شوې.
په راپور کې راغلي چې له هېواده د ښځو په ګډون د متخصصو استادانو د وتلو، په تعلیمي نصاب کې د ناسمو بدلونونو او بدني سزاګانو له وجې په هلکانو کې ښوونځي ته د وتلو وېره ډېره شوې او په ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري رالوېدلې ده.
په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو ډېری ښځینه ښوونکې له دندو لیرې کړي چې له کبله یې یا غیرمسلکي ښوونکي دوی ته درس ورکوي او یا له ښوونکي پرته په ټولګې کې کېني.
طالبانو د بشري حقونو د څار د سازمان د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ هیله څرګنده کړې چې سیمې ته د راروان سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي.
وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.
وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې جګپوړي چارواکي یې پاکستان ته ځي څو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو په اړه چې د امریکا ویزو ته سترګې په لاره دي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.