د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د امريکا استخباراتي چارواکي:د اسامه په وژل کېدو سره به القاعده وپاشل شي


د امريکا استخباراتي چارواکي وايي، د بن لادن له موجوديت پرته به القاعده ډله کمزورې او سره وپاشل شي.

خو يو شى چې القاعده شبکې ثابته کړه، دا و چې دا ډله له سختيو سره جوړجاړى کولاى شي.

د هغه پياده جنګياليو خپل موبايل ټیليفونونه د دې لپاره له ځانونو سره نه ساتل چې ګواکې د امريکا له لوري يې څرک ونه لګول شي. تخنيکي ماهرانو يې هم ځينې کمپيوټري پروګرامونه د احتياط لپاره نه کارول.

بن لادن د دوشنبې سهار وختي په پاکستان کې په خپل پټ استوګنځي کې په يوه امريکايي مرمۍ په داسې حال کې پر سر ولګېد او ووژل شو، چې له پنځلسو کلونو راهيسې يې د امريکا پر ضد جګړه اعلان کړې او لس کاله مخکې يې د امريکا په خاوره کې خونړي بريدونه هم کړي وو.

د القاعده هغه شبکه چې اوس د اسامه بن لادن تر شا پاتې ده، له هغې شبکې سره ډېر فرق لري چې د امريکا پر نړېوال تجارتي مرکز او پنټاګون يې حملې کړې وې.

د القاعده نننۍ هسته په پاکستان کې تل د تېښتې په حال کې ده او د امريکا له بې پېلوټه الوتکو ځان پناه کوي. د اړيکو چارې يې کمزورې، دغه راز د بريدونو لپاره يې مالي امکانات او د پلان جوړونې چارې تر ډېره کمزورې شوې دي.

القاعده په يمن، عراق او الجزاير کې قوي ده، دلته سيمه ييز ناراضي کسان د جهاد تر شعار لاندې جګړه کوي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د اسامه وژنه د عملياتي تاثير په پرتله پر دوى ډېر رواني تاثير لري. کله چې بن لادن ځان له بهرنۍ نړۍ جلا کړ، ايمن الظواهري له کلونو د القاعده عملياتي چارې پرمخ بيايي.

نن چې امريکا ته کوم شى لوى خطر ګڼل کېږي، هغه په يمن کې د القاعده موجوديت دى، چې په پاکستان کې د القاعدې له هستې زياته فاصله هم لري.

د حزب اسلامي ګوند پخوانى وياند استاد قريب الرحمن السعيد وايي، بن لادن د بل هرڅه په پرتله يو سبمول و.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل، په پاکستان کې د اسامه له وژل کېدو وروسته به هم په افغانستان کې د ناټو ماموريت روان وي او ناټو پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
XS
SM
MD
LG