د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د اسامه وژل کیدل او د نړۍ عکس العملونه


د نړۍ د بېلابېلو هېوادنو او سازمانونو رهبرانو د اسامه د بن لادن د وژل کېدو د خبر هرکلۍ کړی دی، خو خبرداری یې ورکړی چې له تروریزم سره جګړه به بیا هم دوام ولري .

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ویلي، چې د بن لادن وژل کېدل د ناټو او هغو ټولو هېوادونو لپاره یو ستره لاس ته راوړنه ده چې له تروریزم سره په جګړه کې یې برخه درلوده.

ښاغلي راسموسن وویل، چې له تروریزم سره مبارزه به دوام وکړي او ناټو تړون به په افغانستان کې خپل ماموریت جاري وساتي ترڅو دا هېواد یو وار بیا د افرطیت په ځاله بدل نه شي .

د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون ماخوستن د پاکستان ایبټ اباد سیمې ته نږدې د اسامه دوژل کېدو خبر اعلان کړ:

( نن شپه زه امریکایانو او د ټولې نړۍ خلکو ته وایم، چې د امریکا متحدو ایالاتو داسې عملیات ترسره کړل، چې د القاعده د تروریستي شبکې مشر اسامه بن لادن یې وواژه .

هغه تروریست چې د زرګونو بې ګناه نارینه، ښځو او ماشومانو په قتل کې لاس لري .)

د اسامه د وژل کېدو خبر د نړۍ په بېلابېلو برخو کې عکس العملونه وپارول، په امریکا کې د دې خبر بې له شرطه هرکلۍ وشو.

له سپینې ماڼۍ څخه د باندې ګڼ شمېر کسان نن را غونډ شوي وو او د ژوندی دې وي امریکا نارې یې وهلې،د امریکا د مریلند یوه اوسیدونکي ارون ګریګوري:

(تر دې د ستر ویاړ ځای نور نشته، دا لس کاله ډير اوږده تیر شول او زه فکر کوم چې دلته ټول خلک هغومره احساساتي شوي دی لکه زه چې یم. دا اصلا د باور وړ نه دی.)

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون نن په دې اړه په خپله وینا کې وویل، چې له دې سره هغه خطر ختم بریښې چې د تروریزم او افراطیت له پلوه راته متوجه وو، کامیرون وویل دا یو ډیر ستر ګام دی چې واخیستل شو .

(زه د امریکا ځواکونو ته چې داسې د زړه ورتیا کار یې وکړ مبارکي ورکوم، زه له جمهور ریس اوباما څخه د دې لپاره مننه کوم او زه فکر کوم دا هغه ګړۍ ده چې موږ له هغو خلکو مننه وکړو چې شپه او ورځ یې کار کاوه تر څو موږ د تروریزم له خطر څخه خوندي کړي.)

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې د اسامه وژل کېدو له تروریزم سره په جنګ کې د پاکستاني لوري د تعهد څرګندونه کوي .

خو په عین حال کې د هند حکومت د دې خبر د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د پاکستان دننه په (زړه ) کې د اسامه وژل کېدل دا څرګندوي چې پاکستان د تروریستانو لپاره خوندي ځای دی.

په روسیه کې چارواکو ویلي، چې دا هېواد د نړېوال تروریزم د لومړي قرباني په حیث د اسامه بن لادن د وژل کېدو هرکلۍ کوي .

د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ، پوځ او امریکا په ضد به حملې وکړې.

په فلسطین کې د حماس د وسله والې ډلې قوماندانانو هغه د سپيڅلي عرب جنګیالي خطاب کړی او دا پيښه یې غندلې ده .
XS
SM
MD
LG