د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۶

حسین خیل:د نشه یي توکو له قاچاقچیانو نه موټرونه واخیستل شول


Afghanistan – Yar Mohammad Hussainkhil general director for counter narcotic of judicial center during a press conference in Kabul
Afghanistan – Yar Mohammad Hussainkhil general director for counter narcotic of judicial center during a press conference in Kabul
د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له خوا مالیي وزارت ته سپارل شوې دا موټرې به لیلام ته وړاندې شي، چې له درکه به یي تر یو میلیونو ډالرو زیات عواید ترلاسه شي.

دا موټرې، چې شمېر یي دوه سووه څلور ویشت ښودل شوې د نشه یي توکو د قاچاق په مهال د دې مرکز له خوا نیول شوي.

د نشه یي توکو په خلاف د عدلي او قضایي مرکز مشر یار محمد حسین خیل د یکشنبې په ورځ د مالیی وزارت له چارواکو سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وویل، چې د نیول شوېو موټرو په اړه د درې ګونو محکمو حکم موجود دې:

(د دغو ۲۲۴ موټرو په اړه د درې ګونو محاکمو حکم قطعې شوې او د مالیي وزارت ته سپارل شوي.

دا موټرې د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له جوړېدو راهیسې نیول شوي، چې له ۱۳۸۴ کال نه تر ۱۳۸۹ لمریز کال پورې او دا بهیر به پس له دې هم دوام وکړي.)

د نشه یي توکو په خلاف د عدلي او قضایي مرکز چارواکو وویل، چې له دغو موټرو سره یو ځای د نشه یي توکو دوه سووه یو ویشت قاچاق وړونکي هم نیول شوي، چې د درې ګونو محکمو له حکم وروسته اوس د بند بېلابېلې مودې تیروي.

د افغانستان د مالیي وزارت بیا وایي، چې د دې موټرو په لیلامولو سره به دوي د دولت خزانې ته ښه عایدات وسپاري.

له دې قاچاق وړونکو څخه په سلګونو موبایل او سټیلایټ ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي او اړوندو ادارو ته سپارل شوي.

که څه هم د چارواکو په وینا په نیول شوېو قاچاق وړونکو کې غټې سټې هم شامل دي، خو تر اوسه پورې د دوي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG