د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې دوه نور پروګرامونه ورزیات شول


د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر جاراله منصوري
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر جاراله منصوري
د افغانستان په ولسوالیو کې د پراختیایي پروګرامونو د ښه او اغیزمن پلي کېدو په مقصد، د ولسوالیو د پراختیایي پروګرام په کنفرانس کې تصمیم ونیول شو چې سږکال دې سیمه ایزې پراختیایي پروژې د تیرو کلونو په زیاتې او ډیره بودیجه دې ورته په پام کې ونیول شي.

د ولسوالیو د پراختیایي پروګرام کنفرانس چې د شنبې په ورځ په کابل کې جوړ او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، د هېواد د څلوردیرشو ولایتونو، د ولسوالیو د شوراګانو، څه باندې درې سوو استازېو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر جاراله منصوری وویل، پلان لري چې په هېواد کې پر شته پراختیایي پروژو سربیره، یو لړ نورو اغیزمنو پروژو ته هم تدابیر ونیسي:

(د دې وزارت په چوکاټ کې پخوا څلور ملي پروګرامونه و ، خو دوه نورمو هم ور زیات کړل، یو د کلیوالي صنایعو پراختیا او بل د کلیوالي انرژی تولید، دا پروګرامونه به وکړای شي په کلیو کې د خلکو اقتصادي ستونزې کمې کړي.)

د هېواد د ولسوالیو د پراختیایي پروګرام په کنفرانس کې ګڼ شمېر سیمه ایزو استازېو او د کابیني څو تنو غړو هم خبرې وکړې او له یو بل سره یي د سیمه ایزو پراخیتایي شوراګانو د نظریاتو شریکول، سودمن وګڼل.

د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو ځینو ریيسانو ازادۍ رادیو ته وویل چې اوس هم په لېرې پرتو سیمو کې د دوي د انجیو ګانو او داسې نورو بهرنیو پراختیایي موسېسو ترمنځ، د پلانونو هم اهنګي نشته او اکثره پروژې په کې په خپل سر پلي کیږي،د ننګرهار د ولایت استازي ازادۍ رادیو ته وویل:

(داسې سیمي شته، ضرورت ورته نه وي خو پروژې ورکول کیږي او داسې سیمي شته چې ډیر ضرورت لري خو پروژې نه ورکول کیږي.

بله دا چې خلک ډیر بې وزلي دي او د کار نشتوالي په تنګ کړي دي)

د کلیو د پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې د ولسوالیو پراختیایي پروګرام په دوه زره دویم میلادي کال کې د افغان دولت او د ( یو، این ، ډی ، پی ) یا د ملګرو ملتونو د نړېوال پرمختیایي پروګرام په همکاری جوړ شو، چې تر اوسه یي په هېواد کې درې سوه دوه اتیا د ولسوالیو پراختیایي شوراګانې فعالې کړي دي.

کارپوهان وایي، په اکثرو سیمو کې پروژې د خلکو او سیمو د ضرورت له مخې نه تنظیمیږي او ناامنه سیمي خو ترې تر ډیره ځایه بې برخې دي او بله دا چې د پروژو د کار له کیفیت څخه هم خلک په بشپړه توګه راضي نه دي.
XS
SM
MD
LG