د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

غالب:د کندهار د زندانیانو په پیښه کې استخباراتي ادارې پړه دي


د افغانستان د عدلیي وزیر لا هم په دې باور دې، چې د کندهار له زندان څخه د سلګونو بندیانو په تیښته کې د زندان کارکوونکي ښکیل دي.

حبیب اله غالب د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې کورني امنیت کمسیون ته وویل، چې دوي له دې پېښې سره په تړاو کې د زندان شاوخوا پنځلس کارکوونکي نیولي، چې اوس مهال تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.

غالب کمسیون ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د زندان د مسؤلینو د همکارۍ پرته د بندیانو تیښته امکان نه لري:

(د هغه پوښتنو مسولیت زه اخلم، چې د محبس د داخل په اړه دي، خو دا چې د محبس څخه د باندې مسایلو په اړه پوښتنې را ولاړیږي، لکه د دې تونل د خاورو د زندانیانو لپاره د ترانسپورټي اسانتیاوو برابرول دا زموږ کار نه دی.

دا د استخباراتي ادارو کار دی او هغه راپورونه چې دوي د دې زندان په اړه راکړی وو، په هغې کې، د تونل په اړه راپور نه وو، خوکه یي په دې اړه راپورهم راکړی وای دا داسې کار وو، چې باید خپله یي کنټرول کړی وای.

په دې اړه زما په ګډون هرهغه څوک چې مسوول وګڼل شي، محاکمه دی شي، زه چمتو یم، که چېرې مسولیت ماته متوجه شي، مادې هم محاکمه کړي، زه هیڅ له دې خبرې انکار نه کوم.)

د کندهار له سرپوزې زندان څخه د تیرې دوشنبې په شپه شاوخوا پنځه سووه بندیان، چې زیاتره یي د دولت وسله وال مخالفین وو د ځمکې لاندې د یو تونل له لارې وتښتیدل.

وسله والو طالبانو د دې تونل د کنیستلو مسؤلیت په غاړه واخیست او ویي ویل، چې ټول پنځه سووه یو څلویښت بندیان یي د دې تونل له لارې ویستلي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته د ملي امنیت د ریاست مرستیال او د محبسونو عمومي قوماندان هم ور بلل شوی وو.

د ملي امنیت مرستیال عبدالقیوم کټوازي وویل، چې دوي د وسله والو مخالفینو له خوا په دې زندان، کې د تیښتې په پلان خبر وو، خو داسې معلومات یي نه لرل، چې دوي څنګه تیښته کوي.

که څه هم غونډې د تړلو دروازو تر شا دوام ورکړلې شو، خو د دې کمیسیون، منشي میر داد نجرابي د بندیانو د تیښتې په اړه د ملي امنیت د مرستیال توضیحات قانع کوونکي و نه بلل:

(زه د ښاغلي کټوازي د ځوابونو په اړه یو نظر لرم، هغه ځوابونه چې دوي موږ د ملي امنیت ادارې له خوا را کړل، زما لپاره قانع کوونکي نه وو، په دې خاطر د پېښې د مخینوي لپاره یي هیڅ داسې کار نه دی کړی، چې هغې نتیجه ورکړي وي.)

د کندهار له زندان څخه د بندیانو د تیښتې په اړه دا بحثونه په داسې حال کې روان دي، چې یوه ورځ مخکې د هرات له زندان څخه هم شاو خوا اته بندیان په تیښته بریالي شوي، خو تر اوسه نه ده څرګنده، چې تښتیدلي کسان مخالفین، وو که نه؟

د عدلیي وزیر د افغانستان د زندانونو حالت خراب وباله او ويي ویل، اوس هم دوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نهه زندانونه په کرایي کورونو کې جوړ کړي، چې بندیانو د تیښتې امکان په کې ډیر لیدل کیږي.

دوي وایي، تر هغه پورې، چې د افغانستان زندانونه په نړېوال سټنډرډ جوړ نه شي، نو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو امکان ډیر دی.

راپور: ذکیه غیاثي، کابل
XS
SM
MD
LG