د لندن چاپ ایکونومیست مجلې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په کاري ډله کې د وروستیو بدلونونو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی، چې په سر کې یې راغلي دي، د ولسمشر بارک اوباما اداره، د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش برعکس خپلې چارې سرته رسوي خو د پاملرنې وړ ده، چې د بوش د بهرني سیاست پرلاره روانه ده.
بوش کله چې له سپینې ماڼۍ څخه ووت، د عراق په جګړه کې یې کمی راوست او په عراق کې د وضعیت د بدلولو لپاره یې هغه هېواد ته اضافي سرتېري واستول.
د ایکونومیست په وینا، اوس ولسمشر اوباما هم له ورته طریقې څخه کار اخلي. بوش د افراطي اسلامپالو د ځپلو لپاره پاکستان ته بې پيلوټه الوتکې واستولې او اوباما دا حملې څو ځلې زیاتې کړې.
پاټې زندانیان
بوش غوښتل ګوانتانامو زندان وتړي خو نه پوهېده چې له پاتې زندانیانو سره څه وکړي او اوباما هم.
ایکونومیست اونیزه زیاتوي، که د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د دوم سمبول یو شخص وي، نو هغه به جمهوري غوښتونکی رابرت ګېټس وي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.
ګېټس تېرکال ویلي وو، چې په ۲۰۱۱ کال کې به استعفی ورکړي او اوس تایید شوې ده، چې نوموړی به د جون په پای کې د دفاع وزیر په توګه خپله دنده پرېږدي.
ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ د سپینې مانۍ د ملي امنیت په تشکیلاتو کې یولړ بدلونونه اعلان کړل، چې په دې ترڅ کې یې د ګېټس پرځای لېون پنېتا د دفاع د وزیر، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډپټرویس یې د پنېتا پرځای د CIA د مشر، جنرال جان الن یې په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو د عمومي قوماندان او ریان کراکر یې د کارل ایکنبېري پرځای په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه ونومول.
د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي مقام ایکونومیست اونیزې مجلې ته ویلي، چې ولسمشر اوباما له څو میاشتو راهیسې دا بدلونونه په پام کې لرل او نوي ټاکل شوي کسان ټول تجربه لرونکي مامورین دي، چې تمه ده سنا به یې تایید کړي.
ایکونومیست د دفاع وزارت د کاندید لیون پنېتا په اړه لیکي، معلومه نه ده چې آیا د نوموړي سیاسي سوابق به د دې مقام لپاره مناسب وي کنه، په تېره د القاعده له خوا د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته چې د امریکا دفاع وزارت ته بې حسابه پیسې هم ځانګړې شوې دي.
خپرونه زیاتوي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په تشکیلاتو کې بدلونونه که څه هم ډېر اهمیت لري خو د اغېزو په اړه یې مبالغه شوې ده.
زړه نازړه ګډون
خپرونه د تحلیل په پای کې لیکي، ولسمشر اوباما له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان په برخه کې د امریکا د بهرني سیاست په اړه ژور فکر کوي او داسې یو مشر دی، چې هرڅه په دقت سره ګوري، د چارو مسوولیت په خپله اخلي او بل چاته یې نه پرېږدي نو د دې بدلونونو اغېز به لږترلږه روښانه وي.
مجله په دې اړه د مثالونو یادونه کوي او لیکي، چې په افغانستان کې د وسله والو پرضد د مبارزې د ستراتیژۍ ډېره برخه د ولسمشر اوباما له لوري طرح شوې، د لیبیا په جګړه کې د زړه نازړه ګډون پرېکړه هم د ده خپله پرېکړه وه، چې د ملي امنیت ټیم یې په ډېره مینه هرکلی وکړ.
خو د رابرت ګېټس په ګډون ځینو کسانو مخالفت ورسره وکړ، نو خلاصه دا خبره سمه ده، چې اوباما هغې تګلارې ته دوام ورکړ، چې جورج ډبلیوبوش د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې غوره کړې وه، یعنې له عراقه په منظم ډول وتل او په افغانستان کې ستراتیژیک زغم.
بوش کله چې له سپینې ماڼۍ څخه ووت، د عراق په جګړه کې یې کمی راوست او په عراق کې د وضعیت د بدلولو لپاره یې هغه هېواد ته اضافي سرتېري واستول.
د ایکونومیست په وینا، اوس ولسمشر اوباما هم له ورته طریقې څخه کار اخلي. بوش د افراطي اسلامپالو د ځپلو لپاره پاکستان ته بې پيلوټه الوتکې واستولې او اوباما دا حملې څو ځلې زیاتې کړې.
پاټې زندانیان
بوش غوښتل ګوانتانامو زندان وتړي خو نه پوهېده چې له پاتې زندانیانو سره څه وکړي او اوباما هم.
ایکونومیست اونیزه زیاتوي، که د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د دوم سمبول یو شخص وي، نو هغه به جمهوري غوښتونکی رابرت ګېټس وي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.
ګېټس تېرکال ویلي وو، چې په ۲۰۱۱ کال کې به استعفی ورکړي او اوس تایید شوې ده، چې نوموړی به د جون په پای کې د دفاع وزیر په توګه خپله دنده پرېږدي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په تشکیلاتو کې بدلونونه که څه هم ډېر اهمیت لري خو د اغېزو په اړه یې مبالغه شوې ده.
ایکونومیسټ