د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ستاسو له ایس ایم ایسونو څخه

جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳

د مهالوېش پر اساس مشخص کول
وری, ۱۴۰۳
شنبه یکشنبه دوشنبه سه شنبه چهارشنبه پنجشنبه جمعه
۲۶ ۲۷ ۲۸ ۲۹ ۱ ۲ ۳
۴ ۵ ۶ ۷ ۸ ۹ ۱۰
۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴ ۱۵ ۱۶ ۱۷
۱۸ ۱۹ ۲۰ ۲۱ ۲۲ ۲۳ ۲۴
۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲۸ ۲۹ ۳۰ ۳۱
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس

د روغتیا نړیوال سازمان پرون د فبرورۍ په ۲۱مه، خبرداری ورکړ چې که هېوادونه په چټکۍ سره متحد نه شي او عمل ونه کړي، د کرونا ویروس د خطر د مخنیوي موقع ښايي له منځه ولاړه شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس پرون ویل چې لا هم د دې موقع شته چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخنیوی وشي خو دا موقع د کمېدو په حال کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ او جنوبي کوریا کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو خبرونه خپاره شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل چې داسې هېوادونو لکه لبنان او کاناډا ته د دې وژونکي ویروس د رسېدو خبر دا معنی لري چې د ویروس د مخنیوی موقع د ختمېدو په حال کې ده.

کرونا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې د چین په ووهان ولایت کې پېدا او له هغه ځایه نورې نړۍ ته خپور شو.

د چین حکومت پرون وویل چې ۱۱۸ نور کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

د ایران حکومت پرون د کرونا ویروس له امله د ۴ وګړو مړینه تائید کړه او ویې ویل چې ۱۸ تنه په دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG