شنبه 30 ثور 1391 سیمه ییزوخت 11:32 PM


ویویو

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ویډیو

ویډیو د مولوي ارسلا رحماني جنازه خاورو ته وسپارل شو

ارسلا رحماني، چې د طالبانو په حکومت کې يې فعاله برخه لرله، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لارې په اوارولو کې مهم رول لوبولي شو. د ولسي جرګې او د سولې دعالي شورا يوه غړي مولوي شهزاده شاهد د ارسلا رحماني د جنازې له مراسمو وروسته وويل، چې دوي د رحماني پر وژلو سخت خواشيني شوي دي. شاهد ټينګار وکړ، چې رحماني له چا سره شخصي دښمني نه لرله. د سولې د عالي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو يوه استازي مولوي شهزاده شاهد وويل، چې رحماني د سولې، امنيت او د افغانانو د يووالي لپاره کار کار کاوه. دا د افغانانو د قتلونو روانه سلسله ده، مشران، ديني عالمان، سياستوال، ښوونکي، انجنيران او ان سوداګر يې قربانيان دي. د تېر کال په سپټمبر کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د يوه ځان وژونکي له لوري ووژل شو. له رباني وروسته په کونړ کې د سولې د کمېټې مشر محمد هاشم منيب ترور شو. د پوليسو په وينا پر ارسلا رحماني د بې ږغه تومانچې په وسيله ډزې شوي دي. د ملاداد الله محاذ په نوم د طالبانو يوې بلې ډلې وويل چې ارسلا رحماني دوي وژلي دي. د طالبانو د کوټې د شورا يوه غړي معتصم اغا جان اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي چې د طالبانو په منځ کې له حکومت سره د پخلاينې پر سر اختلاف دي. د ده په وينا ارسلا رحماني يو داسي دروند شخصيت و چې پر وطن مين و.

مرکې

30 ثور 1391

Audio د ستراتیژیک سند د تصویب په اړه سناتوران ګواښل کیږي

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر تاییدوي، چې له هیواده بهر یو شمیر کړۍ داسې تبلیغات کوي، څو مشرانو جرګه له امریکا سره ستراتیژیک تړون تصویب نه کړي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د شنبې په ورځ آزادې راډیو
تفصیل...
27 ثور 1391

Audio داودزی: په ډیر جدیت مو له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زوره نه باسي

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی وايي، په ډير جدیت يې له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې دیره افغان کډوال باید په زوره ونه ایستل شي.
تفصیل...
26 ثور 1391

Audio په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه له انجنیر شوکت الله سره مرکه

په پاکستان کې د دیره افغان کډوالو د اوسیدو قانوني موده د روان میلادي کال د دسمبر پر وروستۍ ورځ پای ته رسیږي. په داسې حال کې، چې دغې نيټې ته یواځې اووه ماشتې پاتې دي، خو دا لا نه ده څرګنده چې ایا پاکستان به یوارې بیا دا موده تمدید کړي او که څنګه؟
تفصیل...
26 ثور 1391

Audio حقانیار: زیاتره طالبان د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته په رسېدو باور نه لري

ویل کېږي، چې د طالبانو په منځ کې د سولې د خبرو پر سر اختلاف زیات شوی دی، د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي چې سخت دریځي طالبان د مسلې د حل لپاره پر خبرو فکر نه کوي خو نرم دریځي، چې ویل کېږي په اکثریت کې دي، غوره بولي چې د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې شخړه حل کړي.
تفصیل...
24 ثور 1391

Audio لېوال: نړيواله ټولنه لا هم د پاکستان پر نيت شک لري

امریکایی سناتور جان کېري وايي چې پاکستان باید له نړیوالې ټولنې سره همکاري زیاته کړي څو په دې هېواد کې د تروریستانو ځالې له مینځه یوړل شي. د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د کانګرس دواړو څانګو د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استولي لیک کې حقاني شبکه هغه ډله وبلله چې په افغانستان کې پر امریکايي اتباعو بریدونه کوي.
تفصیل...
23 ثور 1391

سپر: سيمه ييز پوليس موثر ځواک نه دى

په بادغيس کې لس تنه سيمه ييز پوليس مسموم شوي دي او دولتي چارواکي وسلوال طالبان تورنوي. تر دې مخکې مو له ځينو نورو ولايتونو هم راپورونه درلودل چې دغه پوليس په ورته ډول په نښه شوي دي.
تفصیل...
23 ثور 1391

Audio سلطان: د سياسي لوبې قربانيان پښتانه دي

د جمعې په ورځ ناڅرګندو وسله والو په پيښور کې د مومندو یو مخور او قومي مشر ملک دلاور خان په ډزو وواژه. د نوموړي کورنۍ وايي دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې دا کار به چا کړی وي.
تفصیل...
22 ثور 1391

Audio د زده کوونکو نجونو په مسمومیت کې بهرنۍ کړۍ لاس لري

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د انجونو د ښوونځیو په وړاندې د وروستیو پیښو ترشا د ځینو بهرنیو کړیو لاس دی. د دغه وزارت ویاند امان اله ایمان له ازادۍ راډیو سره په خبرو...
تفصیل...
20 ثور 1391

Audio د همبستګۍ ګوند: موږ ته د بېلابېلو خواو څخه ګواښونه کیږي

د افغانستان د همبستګۍ ګوند، چې څو ورځې مخکې یې د ثور د اوومې او اتمې ورځو پر ضد په کابل کې مظاهره وکړه وايي، چې اوس ورته د بېلابېلو خواو څخه ګواښونه کیږي. که څه هم د دې ډلې غړو په ښکاره ډول د کومې ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو وايي، چې ممکن ورته پخوانیو جهادي مشرانو او وسله والو ګواښونه کړي.
تفصیل...

ګالري

د عکسونو ګالري د ګلبهار چاودنې ١٨ کسان ټپيان کړل

په پيښور کې دپولیسو پر یوه موټر دسرک د غاړې ماین چاودنې دپولیسو په ګډون اتلس تنه ټپیان کړل. چاودنه د شنبې پر سهار د لويې لارې یا جي ټي روډ په اوږدو کې ګلبهار تاڼې ته څيرمه وشوه. د ښاري پولیسو یوه مسوول افسر امتیاز الطاف ازادي راډیو ته وویل، چې د پولیسو یو پک اپ ډوله موټر د لويې لارې پر سر روان و، چې له وړاندې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد پرې وچاودیدل. په عین حال کې د لیډي ريډنګ یا جرنیلي روغتون سرچینې بیا وايي، چې دې روغتون ته ټول اتلس تنه ټپيان وړل شوي، چې شپږ يې پولیس او پاتې دولس تنه يې ملکیان دي. په هغه خبر پاڼه کې چې ددې روغتون د مطبوعاتي مسوول سید جمیل شاه له لوري ازادي راډيو ته استول شوې دشپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی.


د عکسونو ګالري د بدن د ښکلا ملي سیالۍ

د افغانستان د بدن د ښکلا اووم دور لوبې د چهارشنبې په ورځ د کابل په کوربه توب او اتلولی پایته ورسیده. په دې سیالیو کې د کابل په ګډون د 29 ولایتونو له نږدې درې سوه لوبغاړو څخه 27 تنه ملي ټيم ته هم انتخاب شول. د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي ټيم روزونکي او د دې سیالیو سرداور محمدالله مهمندیار د دې لوبو سطحه ډېره لوړه وبلله او وې ویل، چې د دې سیالیو د لا ښې داورۍ لپاره د ګاونډيو هېوادونو داوران هم رابلل شوي وو: (د دې لپاره چې څوک ونه وایي حق تلفي وشوه یا مثلا چا د چا حق خوړلی او همدا راز عندالله او عندالرسول موږ پریکړه کړې او همدا راز ډېرې ښې لوبې وې او په ډېرې لوړې سطحې وې.) د افغانستان د بدن د ښکلا په ځوانانو برخه کې یوسف سخي د غړیو د ښاغلي لقب وګاټه، نوموړي له اتلولۍ وروسته له رسنیو سره خپل احساس داسې شریک کړ:


د عکسونو ګالري د ستراتیژیک سند لاسلیک د انځورونو په ژبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د دې سند په اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وار له مخه شویو موافقتنامو د دې سند لاسلیکولو ته لاره پرانیسته: «د ستراتیژيکو همکاریو سند، داسې تیار شوی چې په وروستیو کې دوو پریکړه لیکونو لاره ورته پرانیسته، د هغو توقیفځایونو سپارل افغانان دولت ته چې د امریکا په لاس کې وې او د ځانګړیو عملیاتو او د شپې په مخه د عملیات افغاني کیدل.» د امریکا ولسمشر تیره شپه په سیمه ییز وخت لس بجې او شل دقیقې د بګرام په هوایي ډګر کوز شو او د افغانستان لپاره د امریکا سفیر راین کراکر د هغه هرکلۍ وکړ. له هغه وروسته په هیلکوپتر کې جمهوري ریاست ته ولاړ او د شپې په پوره دولس بجې یې له افغان ولسمشر سره د ستراتیژيکو همکاریو سند لاسلیک کړ. له لاسلیکیدو وروسته بارک اوباما د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «له دې موافقې سره زه ډاډه یم، چې د افغانستان خلک به پوه شي چې متحد ایالات د دوي ترڅنګ دي او دوي به پوه شي چې متحد ایالات زموږ هدف چې د القاعدې له منځه وړل او هغوي له خپلو خوندي پناهځایونو محرومول دي، ترلاسه کولی شي. په عین وخت کې موږ دا توان لرو، چې دا جګړه وګټو او دلته په افغانستان کې د سولې نوی پړاو پرانیزو.»


د عکسونو ګالري د قران کریم لاسي نسخه

مسعود حلیم یو ځوان افغان خطاط دی، چې د شپږم ځل لپاره یې وکړای شول، قران پاک خطاطي او منیاتوري کړي، ده مخکې له دې هم پنځه ځلې قران پاک خطاطي کړی و، چې لومړۍ او دویمه نسخه یې د سعودي عربستان او کویت پاچاهانو ته ډالۍ کړای شوي. دریمه نسخه یې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په کتابتون، څلورمه او پنځمه یې د نړۍ په سترو کتابتونو کې د افغاني کتابت د نمونې په ډول اېښودل شوي دي. مسعود حلیم شاوخوا ۲۵ کاله کیږي، چې د قران کریم په کتابت او د اسلامي ایتونو په لیکلو بوخت دی. د ده تر ټولو لویه نیکمرغي دا ده، چې پوره کورنۍ یې ورسره په دې سپېڅلي کار کې مرسته کوي. ده دا وروستۍ قران کریم په څلور کلونو کې بشپړ کړ، خو دی وايي، که چېرې زمینه ورته برابره شي نو کولای شي په کال کې دوه نسخې په لاس ولیکي.

تفصیل...