پاریس: په خونړي تشدد کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي
په پاریس کې پولیس وايي چې هلته نن په خونړي تشدد کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي. پینځه تنه لاهم د حمله کوونکو سره بند دي. د رپوټونو په حواله، هغو کسانو چې د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر حمله وکړه او قتل عام یې جوړ کړ، نن یوې چاپخانې ته ننوتل او یو سړی یې یرغمل کړ. د فرانسې پولیسو د ودانۍ شاوخوا سیمه محاصره کړې ده . چارواکو ویلي چې نن وتوانیدل چې له حمله کوونکو سره ټیلیفوني ارتباط ټینګ کړي او په سوله ییز ډول له یوه نږدې ښوونځي، د لږترلږه نهه سوه کسانو د وتلو لاره حواره کړي.