کري: پاکستان دې د وسله والو پرضد جګړو ته دوام ورکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په پاکستان غږ وکړ، د هغو وسله والو ډلو پرضد دې جګړه وکړي چې د جنوبي اسیا دې هېواد، ګاونډیانو او متحده ایالاتو ته یي ګواښونه مخامخ کړي دي. کري نن په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، په پاکستان کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد مبارزه سخته ده او ژر نه ختمیږي. د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو له سلاکارسرتاج عزیز سره غونډه کې جان کري وویل، په شمالي وزیرستان کې د افغانستان پولي ته نږدې د وسله والو پرضد د پاکستان د پوځ د څو میاشتو پوځي عملیات ډيرمهم دي. ده په دې اړه خبري کنفرانس کې وویل: ″موږ له څه مودې راهیسي له پاکستانه په ټینګه غوښتي چې د دې هېواد په لویدیځو قبایلي سیمو کې عملیات وکړي، دوي دا کار وکړ. دوي د ژوند په جګې بیې پراخ عملیات وکړل ترڅو د حقاني شبکې ځاله له منځه یوسي.″ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د پاکستاني او افغان طالبانو، حقاني شبکې، لشکر طیبه او نورو په څیر تروریستي ډلو، پاکستان ، ګاونډیانو او د امریکا متحده ایالاتو ته خطرونه متوجه کړي دي.