د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د برلین د دیوال د نړېدو ۲۵مه کلیزه


د برلین د دیوال د نړېدو ۲۵مه کلیزه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

پرون په جرمني کې د برلېن دېوال د نړېدو د پنځه ویشتمې کلېزې په مناسبت د درې ورځني جشن وروستۍ ورځ وه. په دې مراسمو کې اورلوبې وشوې، کنسرتونه ورکړل شول او زرګونه سپینې هوايي پوکڼۍ خوشې شوې. د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل وویل چې د برلېن دېوال نړېدل لاهم په ټوله نړۍ کې په تېره په اوکراین، سوریه، عراق او د نړۍ په نورو سیمو کې د مظلومو خلکو لپاره د امېد یو پیغام دی. د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس وویل، د برلېن دېوال په اروپا او ټوله نړۍ کې د ایډیولوژیک وېش یو سېمبول و.

XS
SM
MD
LG