د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

چارواکي وايي، کندز ښار ټول تصفیه شوی او نیول شوی


چارواکي وايي، کندز ښار ټول تصفیه شوی او نیول شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

د دفاع وزارت وایې، دا مهال د کندز ښار په ټولو سیمو کې د مخالفینو د موندلو لپاره تصفیوي عملیات جریان لري. د دغه وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري نن آزادی راډيو ته وویل، چې کندزښار نن په بشپړه توګه له مخالفینو څخه و نیول شو: کندز ښار ټول تصفیه شوی او نیول شوی دی. هلته تصفیه روانه ده چې که کوم څوک په سرایونو او یا کورونو کې پټ شوي وي، هغوی و نیول شي او قانون ته و سپارل شي. ښاغلي وزیري وویل، چې د کندزد بیرته نیولو په عملیاتو کې چې تیره شپه پيل شول، افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي. اخوا د کندز یو شمېراوسیدونکو ازادي راډيو ته ویلي، چې په دغه ښار کې د تیرې شپې د عملیاتو په نتیجه کې ملکي کسانو ته هم زیان رسیدلی دی. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د کندز د عملیاتو په نتیجه کې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي، چې افغان ځواکونه یې بیرته له کندز ښار څخه په شا تمبولي دي. د کندز ښار د دوشنبې مازدیګر د طالبانو لاس ته ولوید.

XS
SM
MD
LG