د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

جرأت: افغان کډوال به په زوره له جرمني نه ایستل کېږي


جرأت: افغان کډوال به په زوره له جرمني نه ایستل کېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به له جرمني سره داسې یو تفاهم لیک لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغانان له هغه هېواد څخه په اجباري ډول نه ایستل کېږي. وروسته له هغه چې جرمني له هغه هېواده د یوشمېر افغان پنا غوښتونکو د راایستلو ګواښ وکړ؛ د کډوالو چارو وزارت وایي، جرمني به دې ته وهڅوي چې په اجباري ډول کډوال راونه باسي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت وایي؛ په راتلونکو میاشتو کې به له جرمني سره داسې موافقه لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغانان په زوره له جرمني نه ایستل کېږي. راپور:ناجیه او ویډیو ایډیټ: الیاس صالح

XS
SM
MD
LG