د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د کابل د "پارکور" لوبې لوبغاړي


د کابل د "پارکور" لوبې لوبغاړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د کابل د پارکور بازان ټیم، هغه ټیم چې له څوکلونو راپدې خوا له کوم مربي، فدراسیون او یا کوم مالي ملاتړی پرته فعالیت کوي. دغو ځوانانو ورزشکاران له ۲۰۱۰ کال راهیسې یو لس کسیز ټیم جوړکړی او د انټرنیټي ویډیوګانو په لیدو سره تمرینونه کوي. پارکور یوه ازاده لوبه ده چې د دې لوبې بنسټ اېښونکی فرانسه هنرمند ډیوډ بیلي دی. دغه لوبه چې درې کالنه تاریخچه لري توانېدلې ده چې په ګرده نړۍ کې ډېرمینه وال پیدا کړي. په ورته وخت کې د المپیک کمیټې مرستیال داد محمد پاینده اختري ازادي راډیوته وویل چې د بدني روزنې ریاست او د افغانستان د ملي المپیک کمیټه د نوي فدراسیون د جوړیدو توان نه لري. دا یوازې د پارکور لوبه نه ده بلکې څو نورې لوبې هم دي چې د بدني روزنې د ریاست او د المپیک په ملي کمېټه کې د ظرفیت د نه شتون له امله د انجمن او یا په نورو نومونو فعالیت کوي. که څه هم په کابل کې د پارکور لوبې لپاره امکانات کم دي، خو بیا یې هم مینه وال زیات ترسترګو کیږي. ويډیو او ایډیټ: محمدالیاس صالح

XS
SM
MD
LG