د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د مرکزي بغلان او ډنډغوري سیمې له یاغیانو پاکې شوي


د مرکزي بغلان او ډنډغوري سیمې له یاغیانو پاکې شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي په بغلان کې د شاوخوا اتیا بهرني او کورنیو یاغیانو د وژل کیدو خبره کوي. د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو جزوتامونو قومندان جنرال اسدالله شیرزاد ازادي راډیوته وویل چې دغه یاغیان د عملیاتو په جریان کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه، په دې عملیاتو کې پولیسو ته تلفات رسیدلي دي: ((۷۹ یاغیان وژل شوي، ۹۲ یې ټپیان شوي، ۳۶ یې نیول شوي چې ۶یې پاکستانیان او دیرش یې افغانان دي. زموږ هم ۴ تنه شهیدان شوي دي.)) د جنرال شیرزاد په وینا په دغو عملیاتو کې د مرکزي بغلان او ډنډغوري سیمې له یاغیانو پاکې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تیرو دو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونو وسله والو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG