د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

اشرف غني وايي ولسمشر او هر وزیر د خلکو خدمتګار دي


اشرف غني وايي ولسمشر او هر وزیر د خلکو خدمتګار دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

بالاخره د کابینې د کاري پروګرامونو د تشریح لړۍ چې د جمهور رییس پر وړاندې د وزیرانو لومړۍ ازموینه بلل کیږي؛ پیل شوه. جمهور رییس اشرف غني د وزیرانو د سلو کاري ورځو پلانونو د تشریح په پرانستې غونډه کې په ټینګار سره وویل چې د خلکو د باور د حاصلولو لپاره لنډمهال او اوږدمهاله پروګرامونه یو له بله بیلوي او غواړي چې خلک په خپلو سیمو کې بنسټیز بدلونونه وویني. ښاغلی غني په لنډ مهال کې د ټولو کارونو بشپړول ناممکن بولي خو وایي؛ حکومت د خلکو خدمتګار دی او په سلو دې ورځو کې باید هر وزیر خپل لومړني پلانونه بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG