د لشمانیا درملنه ممکنه ده خو اثرات یې پاتې کېږي
دا په کابل ښار کې د لشمانیا یا کالدانې د درملنې مرکز دی، چې هر ورځ په یادې ناورغۍ اخته لسګونه ناروغان د تداوۍ لپاره ورته راځي. په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان په دې ناروغۍ متبلا کیږي، یاده ناروغۍ د یو ډول غوماشي د چیچلو له امله رامنځ ته کیږي او د تل لپاره د انسان په بدن لوی داغونه پرځای پریږدي.