د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د کابل د هنډبال لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تاجکستان ټیم ته ماته ورکړه


د کابل د هنډبال لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تاجکستان ټیم ته ماته ورکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

په کابل کې د هنډ بال ټورنمنټ د دوستانه لوبو په ترځ کې د کابل غوره ټیم وتوانید د تاجکستان ټيم ته ماتې ورکړي.په کابل کې د هنډبال د فدراسیون رییس یوسف نیازي آزادي راډيو ته وویل؛ د دغه ټورنمټ په لومړۍ لوبه کې د کابل الف غوره ټیم وتوانید ۴۶ د ۳۹ پر وړاندې د تاجکستان ټيم ته ماته کړي. ښاغلي نیازي زیاته کړه چې تر لومړې لوبې وروسته د نن ورځې په بله لوبه کې د یونایټېډ بانک ټیم وتوانید ۴۴ د ۲۸ پر وړاندې د تاجکستان غوره ټيم ته ماته ورکړي. په دغو سیالیو کې شپږو ټیمونو له کابل؛ یوه له هرات او یوه بهرني ټیم له تاجکستان څخه ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG