د ۳۱ تښتول شویو مسافرو خپلوانو د ملي شورا لاره تړلې وه
د یو دېرشو تښتول شویو افغان مسافرو خپلوانو او مدني فعالانو نن د افغانستان د ملي شورا په دروازو کې ټول شوي او څوک شورا ته نه پریږدي. دغو خلکو ویلي که یو دېرش افغان مسافر را خوشې نه شي او دولت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي؛ ځانونو ته به اور ورته کړي. نږدې دوه میاشتې مخکې د زابل په شاه جوی سیمه کې یو دېرش افغانان د وسله والو له خوا له موټرو ښکته او وتښتول شول چې تر اوسه یې د ژغورلو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.