د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د افغانستان په شمال ختیځ د واورې ښوویدنې مرګونې څپه

د پنجشیر چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د واورې ښوییدو له امله د مړو شمېر دوه سوه تنو ته رسیدلی دی.


د پنجشیرد سرپرست والي مرستیال عبدالخبیربخشي په دې هکله ازادۍ راډیوته وویل:

″د مرکز په ګډون په پنځه ولسوالیو کې ډیر کسان مړه شوي دي په پریان ولسوالۍ کې له اتیاوو څخه تر ۹۰ تنو پورې مړه شوي دي سیاور او دره ولسوالۍ کې هم ځاني زیانونه اوښتي دي.″

د پنجشیر مسوولان وايي چې د مصیبت ځپلو کسانو ستونزوته د رسیدګۍ په خاطرکار جریان لري خو د مواصلاتي لارو د بندیدو له امله نه دي توانیدلي چې له واورو لاندې شوي کسان وژغوري.

د یوه بل خبرله مخې د بدخشان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله همایون دهقان ازادۍ راډیو ته وویل چې تېره شپه د می می ولسوالۍ د تنګي شو کلې کې د واورې په ښویدو کې ۱۸ تنه مړه شوي دي.


همدارنګه په نورستان کې هم د واورې ښوییدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG