د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

محمد مسعود د امریکا نندارتون ته چمتووالی نیسي

محمد مسعود چې د سیمې په کچه یو پېژندل شوی ځوان افغان خطاط دی؛ تر اوسه یې شپږ ځلې قران کریم په لاس خطاطي کړی او د دې ترڅنګ د اسلامي کتابت په لسګونو نور اثار هم لري.

دی په دې وروستیو کې د امریکا د واشنګټن "سمیتسونیان" موزیم ته وربلل شوی چې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي.

ښاغلی مسعود چې دغه نندارتون ته په تیاریو بوخت دی؛ وايي، دی لومړنی افغان دی چې په امریکا کې داسې یو ستر نندارتون پرانیزي.

د ازادي راډیو خبریال محمد عارف لودین په دې اړه یو لنډ انځوریز راپور چمتو کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG