په کابل کې د شپږو ولایتونو د ښځینه باسکټبالرانو ترمنځ پنځه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د باسکټبال فدارسیون چارواکي وایي؛ دوی غواړي، د دې سیالۍ له لارې د ولایتونو د نجونو د باسکټبال ټيمونه پیاوړي کړي.
له دې سره د ولایتونو څخه راغلي ښځینه لوبغاړي د خپلو استعدادونو د ښودلو لپاره دا ښه موقع ګڼي؛ خو وایي، دوی ته په خپلو ولایتونو کې د ورزش امکانات نشته او یا کم دي.