Published 16.11.1390
نو که څه هم ژمی روان دی تیريږي، خو په ځينو سیمو کې تر پسرلي وروسته هم واوره لیدل کيږي.
د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې چې کله واوره وه ووري، نو په ځینو ځانګړو ځایونو کې د سکي لوبه ترسره کيږي، سکي د ښويندوکي په څېر لوبه ده، چې د ښويندونکي لوبه افغاني ځوانان هم ډیره خوښوي.
د موسم او هوا بدلون هم د انسان په اروا باندې اغيز کوي، که په ژمي کې پيتاو پسې ګرځي، په اوړي کې سيوری لټوي، د باران له څاڅکو هم ځینې کسان ځان ساتي، خو ځینې ځوانان بیا په بارانه کې تګ او لوبې کول خوښوي او له زړه غواړي چې د باران څاڅکي یې لوند کړي.