راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

پاډکاسټ


پاډکاسټ څه شی دی؟

پاډ کاسټ د ږغ او یا هم ویډیو یو یا یولړدیجټلي فایلونه دي چې د سندیکېشن (syndication) په وسیله ، چې د ګډون یا اشتراک یوه طریقه ده، د انترنټ د شبکې له لارې ، وېشل کېږي. دا فایلونه په (دمیډیاانتقالېدونکي وسایل) اویا (شخصي کمپیوټرونه) کې لیدلی اویا هم اورېدلی شئ .له انترنټ څخه کاراخیستونکی هغه پروګرامونه لیدلی اویا اورېدلی شي چې د ده له غوښتنې سره سم په اتومات ډول د انترنت له شبکې څخه د ده په خوښه ښکته (download) کېږي .

د پاډ کاسټ اصطلاح د(iPod) او(broadcast)خپرول د کلمو له ترکیبه جوړه شوې ده . آی پاډ داپل کمپیوټر(Apple Computer) دمیډیا دانتقال وړ وسیله ده .




پاډکاسټ څنګه کارکوي ؟

پاډکاسټ د RSS د ټکنالوژۍ پراساس فعالیت کوي .په داسي ډول چې له یوه اتومات لاین څخه په استفادې د ږغ او ویدیوفایلونه سمدستي په کمپیوټرکې ډاونلوډ کېږي .کله چې د پاډ کاسټ لپاره یو پروګرام له کمپیوټرسره نصب شي،په خپله پروګرام د نویونسخولپاره د انترنټ شبکه پر له پسې چک کوي اوهغه په مستقیم او اتومات ډول ډاونلوډوي.د MP3 فورمټ له فایلونوڅخه استفاده د پاډکاسټ لپاره ترټولوښه انتخاب ګڼل کېږي .



د پاډکاسټ لپاره کوم پروګرام ته اړتیا ده ؟

په پیل کې له آی ټون(ITunes) پروګرامه ،چې ترټولوساده پروګرام دی ، کاراخیستی شئ.په کمپیوټرکې د آی ټون له نصبولویا انسټال کولو وروسته د پاډکاسټ په هغه چاینل کې ګډون وکړﺉ چې ستاسو خوښ وي .دا کارپه اسانه کولی شئ خو دا کارونه ترسره کړﺉ :

د پروګرام په مینو(menu) کې ،پرمختللی (Advanced)کلیک کړﺉ، د پاډکاسټ (Subscribe to Podcast) انتخاب کړﺉ. په پرانستل شوې پاڼه کې، یو،آر،ایل (URL) د پاډکاسټ د خپرېدو وړچاینل کاپي کړﺉ .

  •  دپاڼې په لاندینۍ برخه کې (ok) کلیک کړﺉ.

د پاډکاسټ نوم به په لیست کې څرګند شي. د پاڼې د پای په کیڼې برخې کې(settings) کلیک کړﺉ .

همدارازد نویوثبتونو ترمنځ فاصله او د هغواوږدوالی په خپل کمپیوټرکې وټاکئ .

د چاینلونود ټولوثبت شویوموادولیست د هرچاینل ترڅنګ د مثلث وزمه تڼۍ په ټینګولو سره ووینئ .

ستاسوپه کمپیوټرکې د آی ټون(ITunes) انسټال یا نصب شوی پروګرام د میډیا د انتقالېدونکې وسیلې (iPod) له لارې هغه وخت چې له کمپیوټرسره یې نښلوﺉ ،ثبت شوي مواد په اتومات ډول کمپیوټرته انتقالوي اوپکې اوثبتوي .

آی پاډر(IPodder) پروګرام دهغوکسانو لپاره مهم دی چې د کمپیوټرپه باب ژور اوپرمختللي معلومات لري. د معلوماتو د ثبت اوساتنې لپاره د دې پروګرام میکانیزم ستاسو په خوښه بدلېدای شي.مثلاً د سرورونو(server) د کنټرول دقیق وخت مخکې ترمخکې تنظیمولی شئ .

وروسته له دې چې آی پاډرپروګرام مو په خپل کمپیوټرکې نصب کړ،په وینډوز کې له ټاکل شوي وخت سره سم یې تصویرد کمپیوټرپه پاڼه کې په اتومات ډول څرګندېږي .

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس