راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

زموږپه اړه


دازادۍ راډیوټول خبریالان یا د دې راډیوهمکاران باید دا اصول په پام کې ونیسي :


دقت
دازادۍ راډیوژورنالستان به تروسه وسه هڅه کوي چې دانترنت له لارې دوړاندې کېدونکومطالبو په شمول یې درست راپورونه اوخبرونه دقیق اوکره وي.که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي ،خبري معلومات باید لږترلږه د دوو خپلواکوسرچینوپراساس برابرشي .
دازادۍ راډیو\ازادې اروپا خبریالان اوژورنالیستان داسي مطالب نه خپروي چې د اوازو یا ناتایید شویومعلوماتوپراساس وي.
که په کوم مطلب کې تېروتنه وشي ، نوژرترژره به یې اصلاح کړي .

بېطرفي
معلومات له واقعیتونوسره سم وړاندې کېږي چې د پېښو اومسایلوپه هکله دخلکودپوهېدو سطحه لوړه شي اوکوم لورته له تمایل اوتحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي .
دازادۍ راډیوخبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسي ډول وړاندې کوي چې په ټولومسلوکې یې انډول ساتلی وی .که د راپورداڼدول ساتلولپاره د یوې ډلې یا شخص نظرمهم وي اوهغه له څه ویلو ډډه کوي ، مناسبه ده چې په راپورکې یې یادونه وشي .
ازادي راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یانوروسازمانونویا کوم مذهبي شخصیت په شمول ،که هغه په داخل کې وي یا خارج کې، د هیڅ سیاسي ګوند ملاتړ نه کوي.اونه د کومې سیاسي ،قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ،تایید یا سپارښتنه کوي .

تحلیل، تبصره اوسرمقاله
ټول راپورونه اونور مطالب باید دموضوع دسابقې په باب ضروري معلومات اوتوضیحات ولري چې له اورېدونکي سره دموضوع په ښه پوهېدواود وړاندې شویومعلوماتود نتیجوپه رسولو کې مرسته وکړي.ژورنالستان بایدخپل شخصي قضاوت یا نظرپه راپورونوکې شامل نه کړي .
په مجموع کې باید له تبصروډډه وشي.ازادي راډیو غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي .دازادۍ راډیوکارکوونکي یوازې په استثنايي مواردوکې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې ترمخکې دخپرونو رييس یامرستیال ورسره موافقه کړې وي .هغه تبصرې ،چې له راډیو دباندې یې نورکارپوهان لیکي، باید دازادۍ راډیوپرمسلکي معیارونو برابرې وي .

د درناوي اصل ،نرمه اومعتدله ژبه
دخپرونو وړاندې کوونکي اودمطالبو لیکونکي باید تل له نرمې اومعتدلې ژبې کارواخلي چې دټولوانساني حقونوته د درناوي داصل درعایتولواودمنطقي دلایلوپراساس دمتمدن سلوک ښکارندوی وي.په خپرونو اومطالبوکې باید داسي مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي،قومي، اجتماعي – اقتصادي یا کلتوري باورونوته سپکاوی ګڼل کېږي اوباید په ټولومطالبوکې د احترام اوادب معیارونه رعایت شي.
په مطالبواوخپرونو کې باید داسي موادشامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالوته دخلکواحساسات پاروي .د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې اود حقیقت پراساس وي .



بې طرفي
ازادي راډیود دیموکراسۍ اوبشري حقونوملاتړکوي چې په دیموکراتیکوهیوادونوکې عام دی.خوله دې سره سره ازادي راډیودکومې ځانګړې پالیسۍ یا قانون ملاتړنه کوي اونه هم کوم مقام ته دچا د انتخابېدو یا انتصابېدوملاتړ کوي .
ازادي راډیولکه څرنګه چې په هیلسنکي کې د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د کنفرانس په وروستي سند کې ویل شوي دخپل برخلیک په باب د خلکودحقوقوملاتړکوي.خو له دې سره سره د ازادۍ راډیوخپرونې اومطالب باید د بېلتون غوښتونکویا تجزیه غوښتونکوتایید اوملاتړ ونه کړي .
ازادي راډیوله نړیوالومنل شویواصولواونورمونو سره سم دټولوخلکو د سفراومهاجرت د ازادۍ ملاتړکوي.خو له دې سره سره به ازادي راډیوپه خپلو خپرونو اومطالبوکې خلک مهاجرت ته ونه هڅوي .

اخلاقي اصول
دازادۍ راډیوکارکوونکي اود دې راډیود پروګرامونوهمکاران باید په خپل سلوک اوچلند کې لوړاخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسوسره په خپلواړیکوکې دشخصي ګټو له شاملولوڅخه په خاص ډول ځان وساتي .
دازادۍ راډیوکارکوونکي اوهمکاران باید په هیڅ صورت د دې راډیوله نوم اواعتباره دشخصي ګټواوشهرت لپاره کاروانخلي .
د نورومعلوماتولپاره دشخصي اومسلکي ګټودټکرپالیسۍ ته مراجعه وکړﺉ .

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس