د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

تعویذګر اوس د نانواېۍ،ټټارۍ په دوکانونو کې!


د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د هغو لیکونو ځوابونه در اوروو چې اوریدونکو رالیږلي او د ښار اوقي صیب ېې ځواب ورکوي.

بخت الله خان بخت لیکي چې بخت مو کوټه شوی دی او دا د حکومت له لاسه ځکه چې په څه خواریو مې پوهنتون ووایه، بیامې په څه خواریو په بهر کې ماسټري وکړه، ما ویل چې که کوم ښه کار پیدا کړم خو اوس د کراچۍ په سرکدوان خرڅوم!

همدارنګه ګوتمۍ لیکي چې د کورټول غیر برقي سامانونه لکه ذغالي اوتو، ذغالي منقل او نور شیان مې په نه بیه خرڅ کړل ما ویل ځه برق شته برقي سامانونه مې واخستل، خو اوس نه برق شته او نه هغه نور حیرانه یم چې څه وکړم؟

ورپسې د ( ولې؟... ځکه چې! ) څو واړه طنزونه در اوروو چې هم ورته وخاندئ او هم مو لږ سترګې خلاصې شي!

په پای کې مو د تعویذ ګرو له حاله خبروو. د حکومت له بندیزونو وروسته اوس
تعویذ کوونکي د نانواېۍ، اهنګرۍ، ټټارۍ او پنچرمینۍ په دوکانونو کې ښځو ته تعویذونه ورکوي!

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG