د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

تراب: د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي پر طرحې کار پیل شوی


د افغانستان بانک مسوولین وایي چې په سرحدي ولایتونو کې یې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي په هدف په یوه نوې طرحې کار پیل کړی دی.

د افغانستان بانک دوهم مرستیال محمد عیسی تراب وایي چې په دغه طرحه کې خلکو ته تشویقي جنبې په نظر کې نیول شوي دي.

ښاغلی تراب وایي له دغې لارې دوی غواړو خلکوته ووایي چې له افغانیو څخه ګټه اخیستل څومره د هېواد اقتصاد پياوړی کوي.

نجیبې زمان د موضوع په اړه د افغانستان بانک له دوهم مرستیال ښاغلي تراب سره مرکه کړې او په سرکې کې ددې طرحې د جوړېدو د اړتیا په اړه ورڅخه پوښتلي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG