د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

زرنګارپارک په کابل کې یو سیاسي او خونړۍ تفریح ځای


د کابل ښارپه زړه دوهمه ناحیه کې د هغه پخواني پارک احوال اخلو چې لرغونتوب یې د امیرعبدالرحمان خان تر دوره رسي.

د کابل ښارپه منځنۍ او مهمه سیمه کې چې یوه شېبه یې هم له ګڼې ګوڼې خالي نه وي، له لرې یوه شنه سیمه چې ګېر چاپیره په اوسپنیز جالي دېوال احاطه شوې، د څو لرغونو او نویو ودانیو په درلودلو سره یې دا سیمه راښکلې کړې ده.

د یاد پارک په ټولو دروازو کې عسکر ترسترګو کیږي او بې مسوولیته اشخاصو ته دننه اجازه نه ورکوي، د ګڼې، ګوڼې او ارامۍ ترمنځ یوازې د اوسپنې د پایپونو جوړ دېوال بیلتون رامنځته کوي، له پارکه بهرهره خوا د موټرو هارنونه او دننه د مرغیو د پرواز نازک غږ او د مینې د پُرکیفه شېبو خاموشه صحنه.

مینوالو! د اوسپنیزو پایپونو د جوړدېوال دننه په زرنګار پارك كې څو ځايه ښايسته چمنونه او ښايسته ګلونه هم كرل شوي دي.

یاد پارک په اوس وخت کې ۶۳۱۲۳ متره مربع مساحت لري د پارك په منځنۍ برخه كې يوه شنه غونډۍ ده چې شاوخوا ترې لویې ونې راچاپیره دي، پارک ته په ننوتو سره ګڼې پوښتنې د انسان ذهن ته راځي.

غرمه ده، خوپه پارک کې څوک نه ترسترګو کیږي، یوازې څو پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي په خپلو چارو بوخت دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:37 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

XS
SM
MD
LG