د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د پښتو شفاهي ادبیاتوخوږ صنف "کاکړۍ"


مازديګر دی لمر له غرو ځي

تور پټکي له کروندو ځي

ګران د بورې مېږې وری وای

زه يې د غاړې غړوندی وای

نن مو د پښتو شفاهي ادبیاتو له یوه داسې خواږه صنفه خبروو چې ډېربه مو اورېدلی وي، د پښتو ولسي ادبیاتو دا خوږ صنف چې راز راز موضوعات، د پښتو ټولنیز، اقتصادي شرایط، کولتوري پابندي، دیني او عقیده یي مسایل، ساده ولسي افکار، ټوکې ـ ټکالې او د پښتني کولتور بېلابېل اړخونه، خویونه او رواجونه په خپله لنډه غېږه کې رانغاړي.

دا صنف د کاکړۍ غاړو او یا هم د کاکړۍ لنډیو په نوم یادیږي.

کاکړۍ غاړې چې تاسوته به یې له نومه داسې ښکاري چې د پښتنو د یوې قبیلې کاکړو پورې منسوبې دي، خو دا له سوز او ګدازه ډک صنف د ټولو پښتنو سوچه او اصیل مال دی.

هو! په پښتنو کې به داسې قبیله نه وي چې د دې غاړو په جوړولوکې يې لږه یا ډېره ونډه نه وي اخیستې، دغه ډول له نورو ټپو څخه یو جلا او بېل خوند او رنګ لري.

تراوسه به زرګونه کاکړۍ غاړې لیکل شوي وي، ګڼې یې چاپ شوي هم دي او یو نورې یې سینه په سینه له یوه پشته و بل ته را انتقال شوي دي.

جووونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG