په دې پروګرام کې هم موږ ته هم د افغانستان د بیلابیلو سیمو او ولایتونو څخه دوستانو زنګونه وهلي او خپل پیغامونه یې پرې ایښي دي چې موږ یې در اوروو.
ځينې اورېدونکي وايي په نورو هېوادونو کې دې د افغان کډوالو ستونزې حل شي، څوک د اداري فساد مخنيوى غواړي او چا بيا د ناامنيو د ختمېدو غوښتنه کړې.
البته دا یادونه کوم چې دا خپرونه د آزادي راډیو نه بلکې پخپله د اوریدونکو نظرونه څرګندوي او ددوی له پیغامونو څخه جوړه شوې ده .
نه مو ځنډوم پیغامونو ته به ورشو .
فريبا ظاهر دغه پروګرام جوړوي