د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

په ښوونځیو کې د حرفې مضمون، زده کوونکو ته ګټه کړې!


په دې تاندې څانګې کې په ښوونځیوکې د حرفې مضمون او د تشبث په نوم د یوه ښوونيز پروګرام په اړه غږیږو چې دا مضمون د ځینو لیسو او مکتبونو د زده کوونکو لپاره څومره ګټور ثابت شوی دی.

د افغانستان د مکتبونو نوی ښوونيز نصاب که څه هم له یو لړمشکلاتو سره مل و، خو ځيني داسې بدلونونه هم په کې ترسترګو کیږي چې زده کوونکې او ښوونکې ترې خوشاله ښکاري.

په دغو بدلونونو کې یو هم د (حرفې) په نوم مضمون دی چې دم ګړۍ یوازې په تیوريکې بڼه په ښوونځیو کې تدرسيږي خو د پوهنې وزارت د ښونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تالیف عمومي ريئس عبدالظاهر ګلستانی د وینا له مخې دغه مضمون زده کوونکو ته د یوې حرفې او مسلک په اړه مفکوره ورکوي او علاقه یې ورسره پېدا کیږي.

دغه مضمون ته ورته یومضمون ( د تشبث تعليمي او تربیتي موسسې) له خوا هم د هېواد د څلورو ولایتونو (کابل، پروان، بامیان او ننګرهار) په کابو څلوېښتو لېسو کې تدرسيږي.

د یادې موسسې د پروګرامونو مدیره ګل غوټۍ سروري د دغه ښوونيز پروګرام په اړه وايي چې لومړی په ښوونځیو کې د مختلفو حرفو اړوند ځیني نندارتونونه جوړوي، بیا د هرې حرفې مینه وال نومونه ثبتوي او د خپل د خوښې مسلک په برخه کې یوه طرحه وړاندې کوي چې دوی ترې غوره طرحې انتخابوي او یو څه جایزې هم ورکوي.

په ځینو ښوونځیو کې د تشبث په نوم د دغه مضمون د تدریس په اړه مې د ښاغلي ګلستاني نظر وپوښت، هغه وویل چې دا مضمون د افغانستان د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې رسماً شامل مضمون ندی خو د ښوونځي له وخته په اضافه یا (پارټ ټایم) وخت کې یې ځينې مینه وال زده کوونکې دغه مضمون لولي.

موږ د کابل د دشتې برچي سیمې (زینب کبرا) لیسې ته ورغلو، چېرې چې یوې ښوونکې همدغه مضمون زده کوونکو ته ورزده کاوه او بیا مو څو زده کوونکې وپوښتلې:

″فاطمه غلام سخي یم. (تشبث مضمون) یاني د منزل او هدف ټاکل... لکه څنګه چې د دغه مضمون په یوه کیسه کې لېمه د اوبدلو په برخه کې مهارت لري، همداسې زه هم کولی شم په یوه برخه کې استعداد او پوهه ولرم. لکه انګلیسي ژبه، چې زه خاص مهارت پکې ولرم او په راتلوونکې کې نور وروزم.

فرزانه کاظمي یم، په خپله (تشبث مضمون) داسې یو مضمون دی چې استعدادونه روزي او د دې لامل ګرځي چې یو انسان په ځان متقي شي، بل چا ته احتیاج نه وي بلکې خپل ټول مشکلات پخپله حل کړای شي او د یوه ساده کار په مرسته ځان داسې بسیه کړي چې نور ترې درس واخلي.

زما نوم عالیه ده، کله مې چې دا مضمون ولوست نو ما سره هم دا فکر پېدا شو چې زه باید پخپله ګټه وټه وکړم، بیا مې د سرمیزیو پوښونه او د نورو توکو اوبدل پېل کړل، خلک یې ډېر اخلي. هر یو یې په سل، یونيم سل افغانۍ خرڅوم.″

د همدې لیسې یوې زدکوونکې مهلقا منصوري تېرکال په یاد پروګرام کې لومړی مقامل ګټلی و، دا د خپل بري او طرحې په اړه وايي:

″ما له اووم ټولګي راهيسې په دې طرحه کار کاوه، د غوزانو او انارو له پوټکو مې د ويښتانو د رنګولو مواد جوړ کړل.

خو څوک نه وو چې ما سره مرسته وکړي. بیا چې زه لسم ټولګي ته ورسېدم نو د همدغه تشبث مضمون په مرسته مې د خپل کاروبار د پېل او پېاوړتیا لپاره ځینې مهارتونه زده کړل.

لومړی زه په اتیا غوره کسانو کې انتخاب شوم، بیا په لسو او بیا په درو غوره کسانو کې ما لومړی مقام وګاټه. ستاینلیک یې راکړ او یو څه نغدي جایزه یې هم راکړه. بیا په دوو تجارتي جلسو کې د ګډون بلنه راکړل شوه، هلته مې برخه واخیسته.

زه په دې پوهه شوم چې څنګه خپل تجارت پراخولی شم. اوس نور مصنوعي رنګونه ډول ډول زررونه لري خو دا طبیعي رنګ دی، کاروزګار مې ښه دی، یو بوتل په سل خرڅوم چې کم زیات څلوېښت روپۍ راته پکې پاتې کیږي، خلک مې تشويقوي او پخپلو ګټل شویو پیسو د مکتب د درسونو تر څنګ څو کورسونه هم وایم.″

دریم مقام هم د همدې (زینب کبرا) لېسې زده کوونکې امنې شهابي او دویم مقام د ننګرهار د الايي عالي لیسې زده کوونکې ښایستې غفورزۍ ګټلی و، په ننګرهارکې زموږ همکارشاه محمود شینواري ته اغلې غفورزۍ د خپلې طرحې په اړه وویل چې ما په جلال اباد ښارکې د ښځو د یوې نانوایۍ طرحه لرله چې یو نوښت و او اوس له همدې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي او له کورنۍ سره مرسته کوي. غفورزۍ وايي چې که یو خوا مې د کورد اقتصادي ستونزو په هواري کې له خپل پلار او وروڼو سره مرسته کړې نو بلخوا کورنۍ ورباندې فخر هم کوي.

له ″زینب کبرا″لیسې په کابل کې د رحمان بابا عالي لیسې ته ورغلو....

په دې لیسه کې هم د ( تشبث پروګرام مضمون ) تدرسيږي.

د دې لیسې یو زده کوونکی احمدضیاء دی چې تېرکال په لسو غوره زده کوونکو کې راغلی و او د ده طرحه د تازه مڼو تجارت و. دی وايي طرحه یې ګټوره وه او په تجارت کې یې هم تر پخوا ډېره ګټه کړې.

د رحمان بابا عالي لیسې یو ښوونکی منهاج الدین وهاج هم وايي چې دا مضمون د زده کوونکو لپاره ګټور ثابت شوی او دوی ترې راضي دي.

د اغلې ګل غوټۍ سروري په وینا، که څه هم دوی له زده کوونکو سره کومه لویه مالي مرسته نشي کولی خو دوی ته د ځینو نمایشونو یا نندارتونونو په برابرولو سره نور زده کوونکې هم ورته فعالیتونو ته تشويق کوي.

هوښیاران وايي چې یوه کار، کسب یا حرفه زده کړه او بیا یې سر ته کېږده، ښايي کله دې په کار شي او بېرته یې راواخلې... نو د درسونو تر څنګ څومره ښه ده چې د یو چا یو بل هنر یا کسب کار هم زده وي.

له همدې سره ننۍ تاندې څانګې رانغاړو.

له ټولو هغو دوستانو مننه چې د تاندې څانګې فیسبوک پاڼه یې خوښه کړې ده، نظرونه یې راسره شریک کړي او پېغامونه یې راته پرېښي.

تاسې هم کولای شئ تاندې څانګې پرفیسبوک پېدا کړئ، نظرونه او پېغامونه راته پرېږدئ.

پته ده. : http://facebook.com/tandysangy

او دا هم د نورګل شفق برېښنالیک پته ده چې تاسې د خپرونې په اړه مستقیماً خپل نظرونه ورلېږلی شئ: http://ShafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG