د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

څوک افغان لوبغاړي توهینوي او څوک یې ستايي!؟


تر لوبې وړاندې غورې او د لوبې له بایللو وروسته ولې خپل لوبغاړي سپکوو او ښکنځو یې؟
په ننۍ تاندې څانګې کې د روان ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړېوال جام سیالیو ته په اشاره د ځینو همداسې احساساتي ځوانانو د دې چلند په اړه غږیږو او په افغانستان کې د کرکټ لوبې چټک پرمختګ ته لنډ نظر کوو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله!

هغه چې په لنډه موده کې یې پخپل بې ساري پرمختګ سره نړۍ ګوته په غاښ کېنولې. هغه چې مقابله لوبډله ترې د دې له کبله په وېره کې وي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د وړاندوینې وړ نده. خو کله چې لوبه پېلیږي زموږ ځينې ځوانان په خصوصي مجلسونو، ټولنيزو شبکو یا په ځانګړي ډول په فېسبوک کې څه لیکي او کله یې چې بایلي نو څه کوي؟

دغه ځوان سعیدزابلی وايي چې د لوبې له پېل وروسته زموږ یو شمېر ځوانان غورې کوي چې نن به یې خامخا ګټو، نن به فلانی هېواد په ګونډو کوو، خو چې کله یې وبایلو نو بیا خپلې لوبډلې او لوبغاړو ته سپکې سپورې وايي.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په نړېوال جام سیالیو کې تر اوسه له بنګله دېش، سري لنکا او سکاډلینډ هېوادونو سره لوبې کړي چې دوه یې بایللي او له سکاډلېنډه یې لوبه ګټلې ده. له بنګله دیشه یې چې لوبه وبایلله نو په ټولنيزو رسنیو کې که یو خوا د کرکټ ملي لوبډلې ته ځینې خولې په داسې سپکاویو خلاصې شوې نو بل خوا داسې ځوانان هم کم نه وو چې د داسې سپکوسپورو ویونکو پر وړاندې یې مبارزه کوله خو څه وايي:

(چې یوه ته دوه شي، نو د یوه مېله سپېره شي)... په فیسبوک کې په دې ورځو کې داسې عکسونه او ویډېوګانې هم کمې ندي چې څوک خپل تلويزيونه ماتوي او څوک د لوبغاړو توهین امیزه پېښې کوي. د ننګرهار اوسېدونکی سادات د خپل یوه احساساتي شوي ملګري کیسه کوي چې نږدې و له ډېره قهره خپل تلويزيون مات کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ غړی او د کورني کرکټ مشر نظيم جار عبدالرحيمزی هم وايي چې دا ډله ځوانان په پوره ډول په کرکټ نه پوهیږي ځکه شخصيت وژنه کوي او د خپلو اتلانو سپکاوی کوي. خو ښاغلی عبدالرحيمزی وايي چې که چېرې کوم ځوان په کرکټ پوهیږي نو د سالم نقد لپاره حتی د کرکټ بورډ ور هم ورته پرانيستی دی.

پاکيزه او تواب خان دواړه د کرکټ څوویشت کلن مینه وال او کتوونکي دي، دوی د خپلې تجربې له مخې اوس هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډله یوه قوي لوبډله بولي او وايي چې دا د فخر ځای دی چې د ځینو نورو وتلیو
لوبډلو په څېر په اصطلاح ریکارډونه ندي پرې جوړ شوي.

ښاغلی نظيم جار هم د پاکيزې او د تواب خان په څېر د ځينو رېکارډونو له یادونې سره د پاکستان نوم اخلي چې افغانستان د کرکټ په یوه لوبه کې ریکارډ پرې جوړ کړی دی او په ډېرو کمو رنزونو یې ټول آوټ کړي یا سوزولي وو.

فیسبوک نن سبا د ګڼو افغانو ځوانانو تر منځ د نظرونو د شریکولو، د پېښو د غندلو، له ستونزو سره د مبارزې او پر ځينو مسايلو د نقد او نیوکو یوه ګټه وره لار او مهمه شبکه بلل کیږي. وايي دنیا په ښو خلکو اباده ده او بل متل دی چې دنیا په امید خوړل کیږي.

په فیسبوک کې د دومره سپکو سپورو ویونکو تر منځ داسې مثبت فکره او باامېده ځوانان هم کم نه وو چې په ښو او تشويقي خبرو یې خپله ملي لوبډله هڅوله او پخپلو پاڼو یا اکاونټونو یې لیکلي وو چې موږ مو ملاتړ کوو.

د دغو ځوانانو تر منځ افغان ډيزاینر اسدالله امرخېل د خان ګرافېکس په نوم یوه فېسبوک پاڼه جوړه کړه او د کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ کوونکیو ته یې په وړیا ډول د دوی له عکس سره د ملاتړ شعارونه ډیزاینول، دی وايي زما همدومره وس و چې له دوی څخه د ملاتړ لپاره خلک تشويق کړم.

نظيم جار عبدالرحيمزی هم د اسدالله په څېر ځوانانو ته په اشارې سره وايي چې دوی ته ښايي په داسې مسایلو کې خپلو لوبغاړو ته حوصله ورکړي.

تر اوسه د لوبو په برخه کې تر بلې هرې لوبې کرکټ ډېر ځلېدلی، د کرکټ دا لوبډله د کلي، بانډو له خاورینو لوبغالو تر نړیوالو شنو او ښېرازه لوبغالو دومره په اسانۍ نده رسېدلې. د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرايوي مشر نورمحمد مراد په تېرو څو کلونو کې د کرکټ د بریاوو په اړه وايي چې له ډیر بد حالته یې پېل کړی و او اوس هغه دی تر نړیوالو جامونو او سیالیو ورسېدچې په دومره لږ وخت کې دومره ډېر پرمختګ له یوې ډرامې کم ندی، یاني د حېرانتیا خبره ده.

ما ویل، کله به موږ افغانان هم د کرکټ په نړېوال جام کې خپله لوبډله ولرو؟ چا راته وویل چې دا یو خوب دی... دا خبره زه نه کوم همځولو! بلکې پاکيزه یې کوي چې څو کاله وروسته یې دغه خوب ریښتیا شوی او وايي چې دا کم پرمختګ ندی.

هو... همدغه افغانستان دی چې د نړۍ په کچه پکې د فساد اندازه زیاته ښودل شوې. همدغه افغانستان دی چې د ښځو او ماشومانو لپاره بد هېواد ګڼل شوی او له همدغه افغانستانه د نشه يي توکو د کرکیلې او د جنګ جګړو خبرونه خپريږي. نو... ښه نده چې د پاکیزې په څېر په دې وویاړو چې نن د افغانستان ملي بېرغ د کرکټ او نورو لوبو له کبله په نړیوالو سیالیو کې رپيږي او د افغانستان ملي سرود غږول کیږي!؟ ځواب یې پرتاسې...

تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړه که غواړئ نو نظر راته پرېږدئ، پته ده: facebook.com/tandysangy
زما پر دې بریښنالیک پته هم خپل پېغامونه رالېږل شئ: ShafaqN@rferl.org

دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG