د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

ډاکټرکليم الله: کوټه ښاربه بيرته په″کوچني پېرس» بدلوو


پرون په بلوچستان کې د ښارواليو د شوراګانو يا د ښاري حکومتونو لپاره ټاکنې شوي دي.

د دغو ټاکنو لومړى پړاو د ٢٠١٣میلادي کال په ديسمبرکې تر سره شوى وو او وروستى پړاو يې پرون ترسره شو، چې په کې د دې ايالت د مرکزي ښارکوټې په شمول د ايالت د ٣٢ سيمو لپاره ښاروالان او د هغوى مرستيالان ټاکل شوي دي.

د کوټې نوى ښاروال ډاکټرکليم الله ټاکل شوى، چې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تړاو لري او مرستيال يې يونس بلوڅ له مسلم ليګ نواز ګوند سره تړاو لري.

په کوټه کې د ازادۍ راډيوخبريال بارکوال مياخېل د کوټې له ټاکل شوي ښاروال ډاکټرکليم الله سره مرکه کړې ده او په کوټه کې يې د هغوى د کارونو په اړه ترې پوښتنې کړي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG