د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

بشر: نوی حکومت به د کابینې په اړه د خلکو باور ترلاسه نه شي کړای


د جمهوري ریاست یوې سرچینې تایید کړه چې د ځیني کلیدي وزارتونو لپاره اشخاص نومول شوي دي او نومونه به یي په یوې دوو ورځو کې اعلان شي.

تردې مخکې د حکومت د اجرایوي ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کابیني کلیدي پوستونو ته د اشخاصود نومولو خبر ورکړ.

ځیني باوري سرچینې په نوې کابینه کې د یو شمېر هغو اشخاصو د ټاکلو خبره کوي چې د پخواني ولسمشر په آداره کې یې هم لوړې څوکۍ درلودې او تر ډیره په ګوندونو او تنظیمي ډلو پورې تړلي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې که دا ډول اشخاص د وزارتونو لپاره ونومول شي نو د ملي یووالي د حکومت مشران به په دې برخه کې له خلکو سره کړې ژمنې تر پښو لاندې کړي او وبه نشي کړای چې د خلکو باور ترلاسه کړي.

له نوې کابینې په تړاو د نویو پرمختګونو مساله نوریاس نوري د افغانستان د سیاسي او حقوقي چارو له کارپوه فاروق بشر سره په مرکه کې څیړلې او لومړی یې د هغو راپورونو په اړه چې وایي یو شمېر کسان د ځینو وزارتونو لپاره نومول شوي د هغه نظر اخیستی. ښاغلي بشر وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG