د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

کانکور او درغلۍ


د کانکور ازموینه...

هغه چې هر کال یې د لوړو زده کړو وزارت د شفافیت ادعا کړې او دا پروسه ( ابۍ ټوله بۍ) نه بولي. خو هر کال د دې ازموینې له خبرونو سره په دې پروسه کې د ډول ډول درغلیو او ستونزو خبرو نه هم اورېدل کیږي. سږ کال چې لا یوازې په څو ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې په غزني کې د کانکور د ازموینې پر مهال استادان وهل شوي او په ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر سايټونه لغوه اعلان شوي.

نن په همدې موضوع غږېدلي یو.

هو... په تاندې څانګې کې مو که کله په کانکور کې د درغلیو په اړه خبرې کړي نو کله مو بیا د دې ازموینې د عمومي اول نمره ګانو تجربې هم درسره شریکې کړي دي.

د خپرونې له اصلي موضوع وړاندې او تر دې مخکې چې هغه کال د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پروسه څنګه ګڼله، له یوې پخوانۍ تاندې څانګې خپرونې د ځینو ځوانانو خبرې راخلو چې په کانکور کې یې د پوښتنو د کلۍ د راويستلو خبره کړې. سیدرحمان او اقبال وايي چې د پوښتنو د ځوابونو کېلۍ له ځينو کسانو سره ونیول شوې چې موبایل ته ورته رالېږل شوې وې.

د دې موضوع تر څنګ تېرکال له یو شمېر ولایتونو په کانکور کې د ډول ډول درغلیو رپوټونه خپاره شول. د بېلګې په توګه لوګر یادولی شو چې د کانکور ازموینې پاڼې په ویالو کې موندل شوې وې او ازموینه لغوه اعلان شوې وه. خو تېرکال هم د لوړو زده کوړ وزارت په کانکور کې د شفافیت خبره کوله او د دې وزارت ویاندعبدالعظيم نوربخش راته ویلي وو چې هيڅ ډول غېرمسؤل کسان د کانکور په پروسه کې لاسوهنه نشي کولی او د نورو درغلیو مخه یې هم نېولې ده.

وايي په تېرو تېروتنو پښېماني مو لا نور وخت هم ضایع کوي.

که تېر هېر شي او له تېرو تجربو درس واخيستل شي نو ښايي مشکلات حل شي.

سږ کال تر دې دمه په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې او د کابل په شمول په ځینو ولایتونو کې لا د دوولسم فارغان ورته سترګې په لار دي. د سږني کانکور ازموینې په اړه مې د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش وپوښت، چې سږکال مو د درغلیو او لاس وهنو مخنیوی څومره کړی، نو ده وویل چې سږ کال پوښتنې نوې شوي او هيڅوک موبایل نشي کارولی او هيڅ غېرمسؤل کس اجازه نه لري چې د کانکور د ازموینې صحنې ته داخل شي.

خو... څو ورځې مخکې په غزني کې د کانکور د ازموینې پر مهال ځينو ځايي چارواکو څو تنه هغه استادان وهلي او ډبولي دي چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کانکور د ازموینې د اخیستلو لپاره غزني ته لېږل شوي وو. له دوی یې یو استاد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي راته وویل یوازې د دې لپاره ووهلی شوم چې د امتحان صحنې ته مې د دوی او د دوی د وسله والو ساتونکو د راننوتو مخه نیوله.

یوه بل استاد فرهاد د هغو وکیلانو نومونه اخلي چې دوی یې وهلي، دی بیا وايي چې دغو وکیلانو د امتحان په صحنه کې ځان ته کمپاین کاوه خو چې ما یې مخه ونیوله نو لومړی یې ساتوونکي په ګېډه کې په ټوپک ووهلم او وروسته پخپله هغه وکیل څپېړه راکړه او بد رد یې راته وویل.

دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې د ښاغلي نوربخش پر وینا د کانکور د ازموینې حوضې د امنيتي کسانو له لورې ساتل کیږي او غېرمسؤل کسان صحنې ته د داخلدو اجازه نه لري...

په کانکور کې دې او دې ته ورته د نورو ستونزو د حل لپاره څو ورځې مخکې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې غونډه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت پر چارواکو یې نېوکه وکړه چې د کانکور اړوند ستونزو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی. د دې ټولنې مشر ډاکټرتاج محمد اکبر په کانکور ازموینه کې د شته ستونزو په اړه راته وویل چېد کانکور کمیټه د یوې داسې حلقې په لاس کې وه چې درغلیو ته یې لار پرانيستې وه.

د استادانو ټولنې له وړاندیزونو یې یو د هر ولایت په کچه په کانکور کې د ونډې تنظيم دی.د دې ټولنې مشر تاج محمد اکبر د یوه بل وړاندیز خبره وکړه چې له لوړو زده کړو وزارته دې د کانکور کمیټه بېلا شي. خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش وايي چې دا کوم نوی وړاندیز ندی او دوی پخوا هم د دې کار غوښتنه کړې خو تر اوسه نده منل شوې.

ښاغلی اکبر د سږنۍ کانکور ازموینې په اړه هم اندیښنه لري او وايي چې که چېرې یوه غوره رهبري دا وزارت رهبري نه کړي نو مشکلات به وي.

مننه له هغو ټولو ملګرو چې په فیس بک کې د تاندې څانګې پر پاڼه کمينټ کوي او یا پېغامونه رالیږي.

دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

سوله او نیکمرغي مو په برخه.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG