ښاپېرۍ نغمه نوميالۍ افغانه سندرغاړې ده، چې تراوسه يې په زرګونو سندرې ويلې دي، نغمه شاعره هم ده، چې د شعرونو يوه ټولګه د (ماته هينداره) په نوم چاپ دي.
نغمه په دې وروستيو کې په دوه ورځني سفر کوټې ته په يوه کنسرټ کې د برخې اخيستو لپاره تللې وه، خو کنسرټ يې د امنيتي ستونځو له امله نه دى شوى.
د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل له نغمې سره د هغې پر هنري ژوند او شاعري باندې مرکه کړې ده: