د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

کوم پوهنځی ټاکل په کار دي؟


ولې زموږ ځینې ځوانان د بل په خوله او یا پخپله ځینې داسې پوهنځينې ټاکي چې ښايي په راتلوونکي کې کار پېدا نه کړي. کومو معیارونو ته په کتو باید پوهنځي وټاکل شي؟ په ننۍ تاندې څانګې کې د دې موضوع تر څنګ د ځوانانو تر منځ د تیاتر محبوبیت په اړه هم غږیږو او څو ورځې مخکې د تیاتر اتم فیسټيوال له حاله مو خبروو چې ګڼو زلمېو او پېغلو پکې ګډون کړی و.

په تېرو څو کلونو کې د افغانو ځوانانو د لوړو زده کړو تر منځ یو لوی خنډ کانکور ګڼل شوی خو اوس بیا له دې هم ځوانان ځوريږي چې لوړې زده کړې یا په هېواد کې دننه او یا له هیواده بهر وکړي خو په کار موندنه کې یې بخت یاري نه ورسره کوي.

دا یوه موده څو خاص پوهنځي د افغانو ځوانانو تر منځ عام شوي خو که چېرې هر ځوان هغه په عامه اصطلاح همدغو پوهنځیو ته کش ورکړي نو بیا به په نورو برخو کې متخصص کسان له کومه کوو؟ ظاهره خبره ده چې کله په یوه برخه کې کادرونه له حده ډیر شي نو خالي پوسټونه به نه مومي.

لکه څنګه چې اوس د یو شمېر ځوانانو تر منځ د نړېوالو اړیکو، تجارت او د یو شمېر نورو پوهنځیو علاقه مندان ډیر شوي همداسې یوه موده مخکې د حقوقو پوهنځي مینه وال هم زیات وو چې اوس یې ډیر فارغان بېکاره ګرځي، یو ځوان مامون وايي چې له حقوقو سره یې ځکه علاقه ده چې مشر ورور یې هم ویلي خو دی وايي چې ورور یې له دې پوهنځي اول نمره فارغه شوی او دوه کاله کیږي چې بېکاره دی.

نذیراحمد نذیر چې له هېواده بهر یې د نصاب په برخه کې ماسټري اخیستې وايي چې که چېرې له خپلې علاقې پرته نورو ته په کتو سړی تشویق شي او پوهنځی وټاکي ښايي ګټه ورته ونه کړي. دی وايي دا ټاکنه باید له ډیر فکر سره وشي.

عبدالله غواړي په راتلوونکي کې اقتصاد رشته ووايي او وايي چې دا یې پخپله خوښه ټاکلې اوپېغله مژګان سادات بیا وايي چې ځکه یې انګریزي ادبیات انتخاب کړل چې هر ځای او په هره اداره کې یې ضرورت احساسيږي.

ځينې ځوانان وايي چې که چېرې یوه داسې اداره واوسي چې دوی ته د مسلکونو په انتخاب کې لارښونه وکړي نو ښه به وي. خو نذیراحمد نذیر وايي چې داسې اداره په نورو هېوادونو کې هم ممکن نه وي او وايي چې له دوولسمه فارغه ځوانان بیا په داسې یوه مرحله کې وي چې له خپله فکره کار اخیستلی شي، دی ځینې لارښوونې هم لري.

ځوانانو تیاتر ژوندی ساتلی!

د پوهنځیو په ټاکلو کې د ښکلو هنرونو پوهنځي ته هم د دې لپاره چا پخوا زړه نه ښه کاوه چې هنرونو لکه تمثیل، سندرغاړي، نقاشي، مجسمه جوړونه او ځینو نورو ته په افغاني ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېدل یا اوس هم ځینو سیمو کې په درنه نه ورته ګوري. تیاتر هم له دغو هنرونو یو دی چې په دې وروستیو کې یې د ځوانانو تر منځ خاص محبوبیت موندلی.

څه موده مخکې په کابل کې د افغانستان د تیاتر ۸ فیسټيوال و چې د مرکز په ګډون د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ګڼ شمېر زلمیو او نجونو پکې برخه اخيستې وه، ما یې یو څو وغږول،د دوی له ډلې یې یوه هم له

د پوهنځیو په ټاکلو کې د ښکلو هنرونو پوهنځي ته هم د دې لپاره چا پخوا زړه نه ښه کاوه چې هنرونو لکه تمثیل، سندرغاړي، نقاشي، مجسمه جوړونه او ځینو نورو ته په افغاني ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېدل
د پوهنځیو په ټاکلو کې د ښکلو هنرونو پوهنځي ته هم د دې لپاره چا پخوا زړه نه ښه کاوه چې هنرونو لکه تمثیل، سندرغاړي، نقاشي، مجسمه جوړونه او ځینو نورو ته په افغاني ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېدل

بامیانه راغلې فاطمه امیري وه، دې ویل:

"زه فاطمه امیري یم، د بامیان د بامیکا تیاتر یوه ممثله. موږ له بامیانه دې فیسټیوال ته راغلي یو، په بامیان کې د تیاتر په برخه کې ډیر فعالیتونه لرو، ښوونځیو ته ځو او د ښوونې او رونې په برخه کې تیاتري نندارې وړاندې کوو. تیاتر به په کابل کې یو څه پرمختګ کړی وي خو په ولایتونو کې یې ندی کړی، موږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو. دولت باید ډیر کار ورته وکړي، خصوصاً په دې برخه کې چې خلک تیاتر ته په ښه سترګه وګوري".

د دې فیسټيوال له جوړونکو یې یو هم د ګویته انسټټيوټ اداره وه، د دې ادارې فرهنګي مسؤل ابراهیم هوتک وايي چې نوی حکومت باید تیاتر ته ډېره پاملرنه وکړي چې په تېره دوره کې خاصه توجه ورته ونه شوه، ښاغلی هوتک زیاتوي چې اوس د پخوا په پرتله له تیاتر سره د ځوانانو او افغانانو مینه او توجه زیاته شوې ده چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی او پکې ګڼ محصلان یې یو څرګند مثال دی.

دې غونډې ته راغلیو ځينو ګډونوالو که د داسې فیسټيوالونو ستاینه کوله نو ځينو بیا پر دولت او اطلات کلتور وزارت نیوکې کولې چې څومره په کار دی هغومره کار یې تیاتر ته ندی کړی. د پرواز د ننځکو تیاتر او د اذدر تیاتر یو غړی اومان ویسا هم وايي چې تیاتر په کلتورجوړونه کې مهم رول لري چې باید دولت خاصه توجه ورته وکړي، دی وايي:

"یوازې له اطلات و فرهنګ وزارته نه بلکې پخپله له جمهور ريئسه غواړو چې د فرهنګ جوړونې هنر په برخه کې دې یوه مشخصه تګلاره جوړه کړي. ولایتونو ته دې په دې برخه کې ډیر پام وکړي. خلک دې د تیاتر لیدلو ته تشویق کړي ځکه چې تیاتر د ټولنې د معلم حیثیت لري. له تیاتره د بشپړ امن په راوستو، د بې سوادۍ په ورکولو او د ټولنې د نورو ټولو نیمګړتیاو په له منځه وړلو کې کار اخيستلی شو."

د غونډې په پای کې د افغانستان د تیاتر د ۸ فیسټيوال پر ګډونوالو ستاینلیکونه وویشل شول، د تیاتر په برخه کې د ابراهیم هوتک د بې ساري خدمتونو له امله هغه ته د پل فکري کړۍ لخوا یو ځانګړی ستاینلک هم ورکړل شو.

ما ویل ولې مو ښاغلی هوتک د دې ستاینلیک وړ وباله نو د دې کړۍ مشر اجمل تورمان وویل چې د پخواني جمهور ريئس حامد کرزي د دوې له پېله وروسته ابراهیم هوتک هغه څوک و چې د تیاتر په برخه کې یې بې ساري خدمتونه وکړل، ښاغلی هوتک باید په مډالونو نازول شوی وای خو زموږ همدا وس دی.

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم تاندې څانګې اوریدلی او لوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:07 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG